م.م : قرغزي کډوالو ته مرستې پرېږدﺉ

قرغزي کډوال
Image caption ملګرو ملتونو ګاونډي هېواد ازبکسان ته د قرغزستان د تاوتريخجنو پېښو د لېږېدا خبرداری ورکړی.

ملګرو ملتونو ويلي په قرغزستان کې د قومي اړدوړ په پایله کې قربانيانو ته باید د مرستو رسولو لارې پرانيستل شي.

ملګري ملتونه وايي که چېرې د دغه ممکنه ناورین مخه ونه نیول شي، ښايي د اړدوړ لړۍ نورو ګاونډيو هېوادونو ته وغځېږي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سياسي چارو سلاکار لين باسکو ويلي چې قرغيزستان ته باید د مرستو رسولو لاره خلاصه شي.

ښاغلي باسکو ويلي د قرغیزستان په اړه يې امنيت شورا ته وروستی خبر ورکړی.

ده ويلي چې هلته باید له ځنډ وروسته مرستې ولېږل شي او لاره ورته خلاصه شي.

نوموړي دا هم ویلي چې ګاونډي هېواد ازبکستان سره هم بايد مرسته وشي، چې ور کوچېدونکو کډوالو ته پام وکړي:

ده وويل: " موږ باید له ازبکستان سره هومره مرسته وکړو، چې د نورو قرغيزي کډوالو د خوندي کولو جوګه شي. "

پر پوله پاتې کسان

دغه نړیوال مسؤول ويلي که څه م له قرغزستان نه زرګونه کډوال ازبکستان ته اوښتي، خو لسګونه زره نور بیا لاهم د دواړو هېوادونو پر پوله بند پاتې دي.

دی وايي: "موږ د کډوالو په اړه ځکه اندېښمن یو، چې باید له پولې په سمه توګه ازبکستان ته واوښتلی شي."

بل خوا د ملګرو ملتونو يوه وياند رابرټ کولويل ويلي نړيوال سازمان ویلي داسې نښې ليدل شوې، چې په قرغزستان کې د وژنو او د تښتولو لپاره مخکې سم پلان جوړ شوی.

"ناڅرګنده وژنه"

همدا راز د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو يوه چارواکي نافي بيلي ويلي داسې دلایل موندل شوي چې ګني په مرموزه توګه په قرغزستان کې وژنې شوې، چې ان ماشومان هم نه دي ترې پاتې.

ملګري ملتونه اندېښنه لري چې ښايي په قرغزستان کې تاوتریخوالی لا زیات شي، دا په تېرو ۲۰ کلونو کې په دغه هېواد کې تر ټولو ناوريني حالت دی.

د پولو بندول

مخکې داسې رپوټونه ول، چې ګني ازبکستان خپلې خاورې ته د ازبک توکمه کډوالو د اوښتو پر مخ خپله پوله تړي، خو ملګري ملتونه ټينګار کوي چې دغه پوله د کډوالو پرمخ پرانيستې پاتې وي.

Image caption قرغيزي حکومت له روسيې نه د اړدوړ د له منځه وړلو لپاره د پوځي مرستې غوښتنه کړې، خو روسيې يې غوښتنه نه ده منلې.

د وروستيو رپوټونو له مخې، د قرغزستان په تاوتريخوالو کې کابو ۱۳۸ تنه وژل شوي، او تر ۱۷۰۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

دغه تاوتريخوالی د قرغزي وګړو او ازبک لږکیو ترمنځ د دغه هېواد په جنوبي ښارونو اوش او جلال اباد کې د تېرې پنجشنبې له ورځې پيل شوی دی.

د ويلو ده، چې د ازبک لږکي د قرغزي وګړو په سلو کې ۱۵ برخې جوړوي.

د قرغزستان ټول ټال نفوس پنځه اعشاریه پنځه میليون ته رسېږي.

د مرستې غوښتنه

د قرغزستان انتقالي حکومت له روسیې څخه د پوځي همکارۍ غوښتنه کړې وه، چې د هېواد په جنوب کې تاوتريخوالی کرار کړي، خو روسيې ويلي که دا کار وکړي، نو د دغه هېواد په داخلي چارو کې به نېغه مداخله وي.

په دې لړ کې په قرغزستان کې د ولسمشر باقي ييف زوی، چې په فساد تورن او مطلوب و، نيول شوی دی.

د سره صليب نړيوالې ټولنې وړاندې ويلي وو شاوخوا ۸۰ زره قرغزي الاصله ازبکان له پولې هاخوا ازبکستان ته اوښتي، چې شاوخوا ۱۵۰۰۰ نور بيا پر پوله اوښتو ته انتظار وباسي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي دوی د ازبک توکمه ۷۵ زره بې ځايه شوو لپاره مرسته رسولی شي.

ورته مطالب