د قرغزستان له نا امنې سيمې افغان محصلين ايستل شوي

قرغزستان
Image caption د قرغزستان توکميزو تاوتريخواليو په لسگونه کسان وژلي او نور ورانى يې پېښ کړى دى

د قرغزستان د جلال اباد له نا امنې سيمې څخه شاوخوا شل تنه افغان محصلين خوندي سيمو ته ليږدول شوي دي .

په دغه سيمه کې يوۀ افغان محصل طارق مومند بي بي سي ته وويل چې اوس ټول پلازمېنې بيشکيک ته رسيدلي دي .

په جلال اباد کې د قرغزانو او ازبيکانو ترمنځ نښتو نه يوازې ځايي خلک بلکې د بهرنيو هيوادونو اوسيدونکي هم ځپلي دي .

څو ورځې وړاندې د پاکستان يو زده کوونکى دغلته ووژل شو .

طارق مومند چې د قرغزستان په جلال اباد ښار کې په زده کړو بوخت و بي بي سي ته وويل :

(( په ازموينه بوخت و چې راته وويل شول کورو ته ستانۀ شو . په کور کې هم د تاوتريخوالي له ويرې په عذاب و ، هغه و چې په قزاقستان کې د افغانستان سفارت ته حال ورکړ شو او د هغوى په مرسته شاوخوا شل تنه افغان محصلين بيشکيک ته په چورلکه کې وليږدول شول . ))

يوۀ بل افغان محصل فاروق نوروغلي وويل د جلال اباد وضعه ډيره خرابه ده . دۀ له افغان حکومته وغوښتل چې په اوش ښار کې ايسار افغانان هم وباسي .

طارق مومند وويل شاوخوا سل کسه افغان کډوال چې له ملگرو ملتونو سره هم ثبت دي د اوش په ښار کې ايسار دي .

د دوى په وينا د اوش وضعيت تر جلال اباد هم خراب دى .

رسمي شميرې ښيي چې تر اوسه يو سلو اويا کسان په دغو تاوتريخواليو کې وژل شوي دي .

ملگري ملتونه خبردارى ورکوي چې د قرغزستان توکميزې لانجې شايد د منځنۍ اسيا نورو هيوادونو ته هم خپرې شي .

په گاونډيو هيوادونو ازبکستان او تاجکستان کې هم قرغزان ژوند کوي او داسې ويره ده چې د قرغزستان لانجه پورې غاړې هم اور بل کړي .

ورته مطالب