جنرال پټريوس د وينا پرمهال 'ضعف وکړ'

جنرال پټريوس
Image caption جنرال پټريوس زياته کړه چې د سهار چای د نه څښلو له امله ضعف شوی، نه د سناتورانو د سختو پوښتنو له کبله

د امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان مشرانو جرګې ته د مالوماتو ورکولو پرمهال ضعف شوی.

جنرال ډېوېډ پټريوس لږ وروسته جوړ شو خو د پوښتنو او مالوماتو ورکولو لړۍ وځنډول شوه.

ده وویل چې د سهار چای نه څښلو له امله ضعف شوی و او په ټوکه يې زياته کړه چې د سناتورانو سختې پوښتنې د ده د ضعف لامل نه و.

په دې غونډه کې سناتور جان مکين له ولسمشر اوباما څخه وغوښتل چې افغانستان کې د ۲۰۱۱ کال د جولای له مياشتې څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر مهال وېش له سره غور وکړي.

د جمهوري غوښتونکو دغه استازی چي د امريکا د ولسمشر د نوې جګړه ييزې تګلارې ملاتړ هم کوي وايي چې ښايي د افغانستان جګړه ډېر بد حالت ته واوړي ځکه چې د ده په وينا دغه جګړه پر سمه خوا نه ده روانه.

جان مکين چي د متحده ايالاتو په تېرو ټاکنو کې د بارک اوباما پر وړاندې درېدلی هم و اوس د افغانستان د جګړې پرمختګ او د افغان ولسمشر حامد کرزي ژمنتيا ته د شک په سترګه ګوري.

دی وايي : ''زه په افغانستان کي زموږ د جګړې په باب ډېر زيات اندېښمن يم. د ډېرو خواو څخه چې زه دغه جګړې ته ګورم پر سمه خوا نه ده روانه. ماته داسي مالوميږي چې موږ په دغه جنګ کي د يوې بحراني جګړې په غېږ ورځو.''

Image caption سناتور جان مکين دغه خبرې په هغه غونډه کې وکړې چې د امريکا د دفاع وزارت لوړو پوړو نظامي چارواکو په ګډون د جګړې دعمومي قومندان جنرال پيټريوس د دغه هېواد مشرانو جرګې ته د افغانستان د جګړې دفاع کوله.

سناتور جان مکين دغه خبرې په هغه غونډه کې وکړې چې د امريکا د دفاع وزارت لوړو پوړو نظامي چارواکو په ګډون د جګړې دعمومي قومندان جنرال پيټريوس د دغه هېواد مشرانو جرګې ته د افغانستان د جګړې دفاع کوله.

دغه غونډه چي د سې شنبې په سهار په واشنګټن کی پر نهه نيمي بجې پيل سوه، د چهارشنبې په غرمه به بيا جوړه او ويل کيږي چي په راتلونکې غونډه کي به د مشرانو جرګې ته دغه لوړپوړي نظامي چارواکي په افغانستان کي د پرمختيايي برياوو دفاع هم وکړي .

له بلې خوا په افغانستان کې د امريکايي لښکرو مشر سټېنلي مکرېسټل هم ويلي چې په کندهار کې د کېدونکو عملياتو د بري اټکل په نژدې وخت کې نه شي کېدای.

خو د افغانستان د جګړې په باړه بارک اوباما په خپله هم خبرداری ورکړ چې راتلونکې مياشتې به دوی ته ډېرې سختې وي.

وړاندې د برتانيا لومړي وزير ډېوېډ کاميرون هم ويلي وو تر کومه چې په افغانستان کې د ناټو پر ستراتيژۍ پورې اړه لري، راتلونکی کال ډېر مهم دی. ډېوېډ کاميرون د برتانیا پارلمان ته په وينا کې وويل، چې د اوړي په مياشتو کې نورو مرګ ژوبلو ته تیار اوسي.

په تازه پېښو کې تېره ورځ نړيوالو ځواکونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پنځو بهرنيو پوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

ورته مطالب