عراقي کډوال وايي له بريتانيا څخه په زور ايستل شوي

د بغداد هوايي ډګر
Image caption بغداد ته استول شوي کډوال وايي دوی په لندن او بغداد کې الوتکې د خېژولو او کښته کولو پر مهال وهل شوي دي .

هغه عراقي پناه غوښتونکي چې له بريتانيا څخه خپل هېواد ته استول شوي پر بريتانيايي چارواکو تور لګوي دوی په زور له بريتانيا څخه عراق ته شړل شوي دي .

دغه راز دوی وايي په لندن کې الوتکې ته د ختو او په بغداد کې ترې د کښته کېدو پر مهال بريتانيايي چارواکو وهلي ډبولي دي .

د کډوالو استول په بشپړه توگه په پټ حالت کې تر سره شوي او خبريالانو ته هم اجازه نه ده ورکړل شوې چې د پنجشنبې پر ورځ په بغداد کې د الوتکې کېناستل وگوري .

تر ٤٠ د ډېرو بېرته استول شويو کسانو له ډلې څخه ١٤ تنو ويلي، د بريتانيا د سرحدي اداري د کارکوونکو لخوا وهل ډبول شوي دي.

يادې شوې ادارې د نوموړو تورونو په اړه له خبرو ډډه کړې، خو ويلي يې دي د وروستي انتخاب په توگه ښايي ډېر کم زور کارول شوى وي.

د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو عالي کمېشنر انتونيو گوترېس ويلي، هېڅ عراقى بايد د خپلې خوښې پر خلاف بېرته خپل هېواد ته ونه لېږل شي: (( په ريښتيا هم موږ نهيلي شوي يو. په زور د بېرته ستنولو شمېره ټيټه ده او په عراق کې داسې سيمې شته چې بېرته ستنول ورته پرته له اندېښنو شوني دي.

خو د بغداد او مرکزي عراق په اړه موږ اندېښمن يو چې امنيتي حالت لاهم په کې د دې خلکو د بېرته مېشتېدو لپاره نه دى برابر.))

دغو کډوالو ته مخکې د دوی د ايستلو خبر نه و ورکول شوی .

ددغه کډوالو الوتکه د پېنجشنبې پر سهار دبغداد په وايي ډګر کې راکوزه شوه .

خبريالانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې له راستنو شويو پناه غوښتونکو سره مرکې او خبرې اترې وکړي .

ويل کېږي يو شمېر راستانه شوي سمدستي پرېښودل شوي خو نور لا هم په هوايي ډګر کې عراقي پوليسو له ځان سره ساتلي دي.