عبدالمالک ريګي اعدام شو

عبدالمالک ريګي
Image caption عبدالمالک ريګي تر نيول کېدا مخکې په تېر کال کې د جندالله ډلې مشري پر غاړه واخیسته.

ايران اعلان وکړ، چې د جندالله ډلې مشر عبدالمالک ریګي يې د يکشنبې په ګهيځ په دار وځړاوه.

د ايران خبري اژانس (ارنا) ويلي ښاغلی ريګي په وژنو تورن؛ نو ځکه اعدام شو.

د جندالله ډلې د ايران په سیستان او بلوچستان ایالتونو کې ګڼ بريدونه کړي، چې لسګونه کسان پکې وژل شوي دي.

سني مذهبه عبدالمالک ريګي د روان کال په فبرورۍ مياشت کې له خپلو دوو ملګرو سره هغه مهال ونيول شو، چې له دوبۍ نه یې قرغزستان ته سفر کاوه.

د ايران خبري اژنس ويلي " په تهران کې د اسلامي انقلاب يوې محکمې د ښاغلي ريګي د اعدام حکم وکړ، نوموړی د يکشنبې په سهار اعدام شو. "

له نوموړي ډېرې پوښتنې ګروېږنې شوې دي.

ايراني چارواکو ويلي د جندالله ډلې مشر "د هېواد په ختيځ کې د اسلامي انقلاب ضد وسله وال فعالیتونه کول، چې په دې سره د وسله والو ځواکونو پروړاندې د بريدونو او ولسي خلکو په وژنو تورن پېژندل شوی. "

جندالله ډله په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوه، چې زياتره فعالیتونه په ګڼ مېشتو سني ایالتونو سيستان او بلوچستان کې فعالیت کوي.

Image caption عبدالمالک ريګي د روان کال په فبرورۍ مياشت کې له خپلو دوو ملګرو سره هغه مهال ونيول شو، چې له دوبۍ نه یې ايران ته سفر کاوه.

مخکې له دې چې ريګي ونیول شي، عبدالمالک ريګي له یوه عربي تلوېزيون سره په مرکه کې ویلي وو چې "ايران د لږکیو بلوڅو حقونه تر پښو لاندې کوي، او له سني ډلو سره ډېر زياتی کوي، حقونه يې نه ورکوي. "

د تېر کال په مۍ مياشت کې د زاهدانو به يوه جامع جومات کې چاودنې تر شلو ډېر کسان ووژل، چې بیا يې پړه جندالله ډلې پرغاړه واخیسته.

خو جندالله وايي چې دوی د خپلو سني مذهبه دیني او سياسي لږکیو د حقونو لپاره جنګېږي.

د بښنې غوښتنه

ويل کېږي چې د ښاغلي ریګي د اعدام پرمهال د هغو قربانیانو خپلوان هم موجود ول، چې د جندالله ‎ډلې په بریدونو کې وژل شوي.

ويل کېږي چې ښاغلي ریګي " د بښنې غوښتنه کړې وه"، خو د ایران د قضايه قوې د رييس لخوا رد شوه.

د ''ايرنا'' د خبر له مخې، جندالله له ۱۳۸۳۲ هجري لمريز کاله تر اوسه د ۱۵۲ کسانو د وژلو پړه ده، چې د دغې ډلې په بريدونو کې تر ۳۲۰ ډېر کسان ټپيان شوي دي.

عبدالمالک ريګي تر نيول کېدا مخکې په تېر کال کې د جندالله ډلې مشري پر غاړه واخیسته.

د عبدالمالک ریګي ورور عبدالمجید ريګي چې دوه کاله مخکې ونيول شو، د تېر کال د جوزا/غبرګولي میاشتې پر ۲۴مه په زاهدانو کې اعدام شو.

ورته مطالب