برازیل:شاوخوا ۱۰۰۰ کسه د سیلابونو له امله ورک دي

د برازیل سیلابونه
Image caption له یوې ورځې درنو ورښتونو وروسته سیلابونو د برازیل په شمال ختیځ کې ورانې ویجاړې رامنځ ته کړې ده.

شاوخوا زر کسان د برازیل په شمال ختیځ کې د سیلابونو د راوتلو له امله ورک شوي دي. د برازیل په شمال ختیځ کې د درنو ورښتونو له امله پراخ سیلابونو راوتلي دي.

چارواکي وایي دغلته شاوخوا ۱۰۰۰ کسان له یوې ورځې سختو ورښتونو وروسته ورک شوي دي. ویل کیږي چې لږه ترلږه ۳۸ کسان تراوسه مړه شوي او په لسګونو زره نور د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

خبریالان وایي سیلابونو د اله ګواس او پیرنامبوکو په ایالتونو کې کلي په بشپړه توګه لاندې کړي دي.

نوموړي تر دې وړاندې چې د برازیل له ولسمشر لویس اناسیو لولا دسلوا سره وګوري وویل چې موږ دعا کوو چې ورک کسان ژوندي ومومو.

د پیرنامبوکو په ایالت کې د ۱۲ کسانو د وژل کیدو پخلی شوی دی.

له ۱۰۰۰ میلیو زیات سړکونه ویجاړ شوي او دې چارې سیلاب ځپلو ته د مرستو چاره ټکنی کړې ده.

په اله ګواس کې ډیرو سیندونو په خپلو څنډو کې سیمې ځپلې دي.

د ژغورنې ډلې د څرخي الوتکو پرمټ سیلاب ځپلي ژغوري او له هغوی سره مرستو ته یې وردانګلي دي. پوځ او سمندري ځواکونه هم د ژغورنو له ډلو سره مرسته کوي.

په ۲۰۰۹ میلادي کال کې سیلابونو لږ ترلږه ۴۴ کسه ووژل او په سلګونو زره نور یې په همدغو سیمو کې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړل.

ورته مطالب