فیصل شهزاد په محکمه کې پرې لګول شوي تورونه ومنل

فیصل شهزاد
Image caption فیصل شهزاد وويل خپل جرم مني چې امريکايانو ته وښيي که چېرې دوی له عراق او افغانستان څخه ونه وځي، نو له نورو بريدونو سره به مخامخ شي.

فیصل شهزاد به تېره میاشت کې د نیویارک په ټايمز ميدان کې د ناکامه بمي بريد په اړه پرې لګول شوي ټول تورونه ومنل.

په پاکستان کې زيږېدلی امريکايي تابیعت لرونکی فیصل شهزاد د تېرې مۍ په میاشت کې د نیويارک په ټايمز ميدان کې په لسو تورونو تورن شوی او ده هم خپل تورونه منلي دي.

په دغو تورونو کې د ډله ييزې وژنې د وسلو د کارولو تور هم شامل دی.

فیصل شهزاد منلې، چې د بم جوړولو له خامو مواد بار موټر يې د ټايمز په ميدان کې پارک کړی و، چې دغه مواد بیا وروسته خنثا شول.

په محکمه کې داسې شواهد وړاندې شول، چې ښاغلي فیصل د پاکستاني طالبانو لخوا پيسې او زده کړې ترلاسه کړې وې.

Image caption ښاغلی شهزاد د ټايمز ميدان تر پېښې دوه ورځې وروسته د امريکا د كونيكتيكيت ایالت په اف کينيډي هوايي ډګر کې داسې مهال ونيول شو، چې د دوبۍ پر لور روان و.

هغه وويل خپل جرم مني چې امريکايانو ته وښيي که چېرې دوی له عراق او افغانستان څخه ونه وځي، نو له نورو بريدونو سره به مخامخ شي.

فیصل شهزاد د امريکا فدرالي محکمې پروړاندنې نه یوازې دا چې پرې لګول شوي تورونه يې رد کړل، بلکې د قاضي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ته ډاډه يې او خپل تورونه منې؟ وویل :

" هو، زه خپله ګناه منم او سل ځلې نور به هم دا خبره غبرګه کړي، چې ټول امريکایان پرې خبر شي، که چېرې امريکا له عراق او افغانستان نه خپل سرتېري راونه باسي، نو دوی به پر امریکا دا ډول نور بريدونه وکړي. "

پر نوموړي د لګول شوو تورونو له کبله شونې ده، چې د عمر قید سزا ورکړل شي.

ښاغلی شهزاد د ټايمز ميدان تر پېښې دوه ورځې وروسته د امريکا د كونيكتيكيت ایالت په اف کينيډي هوايي ډګر کې داسې مهال ونيول شو، چې د دوبۍ پر لور روان و.

Image caption پاکستاني چارواکو ویلي له نيول شوو کسانو ځخه يو هم يو داسې کس دی، چې په اسلام اباد کې د امريکا د سفارت لوژيستيکي توکي برابروي او يو شخصي شرکت لري.

پاکستان کې نيونې

د ویلو ده چې د پاکستان استخباراتي ادارو د تېرې مياشتې په وروستيو کې د ټايمز ميدان په پېښه کې د لاس لرلو په تور ګڼ کسان ونیول.

پاکستاني چارواکو ویلي له نيول شوو کسانو ځخه يو هم يو داسې کس دی، چې په اسلام اباد کې د امريکا د سفارت لوژيستيکي توکي برابروي او يو شخصي شرکت لري.

دغه کس وروسته له هغه ونیول شو، چې په اسلام اباد کې د امريکا سفارت پر خپله وېبپاڼه اعلان وکړ، چې د دوی د يوه پاکستاني قراردادي پلار له ترهګرو ډلو سره تړاو لري.

ورته مطالب