څېړنه: قهوه د سرطان ناروغۍ خطر کمولی شي

د قهوې پياله
Image caption دغه څېړنه د سرطان پر هغو نهو ناروغانو ترسره شوې ده، چې د سر یا غاړې سرطان يې درلود.

په امريکا کې يوې نوې څېړنې ښوولې چې ښايي د قهوې او چای په څښلو سره په سر او غاړه کې د سرطان ناروغۍ خطر د پام وړ راکم شي.

څېړنه ښيي هغه کسان چې په يوه ورځ کې څلور پيالې کافي يا قهوه څښي، د غاړې یا سر د سرطان مرغيړي يې په سر کې نه پيدا کېږي.

نوې څېړنې ښوولې هغه څوک چې قهوه یا چای څښي، د غاړې د سرطان ناروغۍ احتمال به يې راټيټ شي.

دغه څېړنه د امريکا د طبي ژورنال په مجله کې خپره شوې ده.

څېړنې ويلي هغه څوک چې هره ورځ قهوه څښي، په سلو کې ۳۹ د سرطان د نارغۍ له خطره بچ کېږي.

دغې ډلې چې دا څېړنه کړې، دا نه دي ويلي چې ولې قهوه د سرطان ناروغۍ خطر له منځه وړي.

دغه څېړنه د سرطان پر هغو نهو ناروغانو ترسره شوې ده، چې د سر یا غاړې سرطان يې درلود.

خو ځينې نورې څېړنې بيا ښيي چې که قهوه تر خپلې اندازې ډېره وڅښل شي، ښايي نور روغنتيايي ستونزې رامنځ ته کړي.