اوباما: جنرال مکرېسټل "ډېر ضعيف قضاوت" کړی

د اوباما او مکرېسټل پخوانی عکس
Image caption جنرال مکرېسټل اوس واشنګټن ته وربلل شوی او ټاکل شوې چې د ولسمشر اوباما او جنرال مکرېسټل ترمنځ د چهارشنبې پر ورځ غونډه وشي.

ولسمشر اوباما ويلي په افغانستان کې د امريکا جګپوړي قوماندان جنرال سټېنلي مکرېسټل د امريکا د حکومت او چارواکو په اړه "ضعفیف قضاوت" کړی دی.

دغه څرګندونې له یوې مشهورې امريکايي مجلې سره په يوه مقاله کې شوې، چې ټاکل شوې د مقالې بشپړه بڼه به د جمعې په ورځ خپره شي.

ښاغلي اوباما د دې مقالې په اړه خبريالانو ته وويل :

"جنرال مکرېسټل واشنګټن ته پر لاره دی، زه غواړم چې له هغه سره ووینم، دفاع وزیر هم غواړي چې هغه وويني، زما په اند په هغه مقاله کې چې ده څه ويلي، ډېر ضعیف قضاوت يې کړی، خو زه غواړم د هغه د برخليک تر ټاکلو وړاندې له هغه سره مستقیماً خبرې وکړم. "

په سپينه ماڼۍ کې چارواکو ويلي دا امکان نه ردوي، چې شاید جنرال مکرېسټل په خپلو دې څرګندونو سره له خپلې دندې ګوښه شي.

جنرال مکرېسټل له يوې مشهورې مجلې رولینګ"سټون" سره په مرکه کې د ولسمشر اوباما په ګډون د هغه د ادارې پر ګڼو جګپوړو چارواکو نیوکې کړې دي.

د ملي امنیت سلاکار جیمز جونز او مرستیال ولسمشر جو بایډن يې د مسخرې په توګه یاد کړی.

جنرال مکرېسټل د دې څرګندونو د سپيناوي لپاره واشنګټن ته بلل شوی.

د سپينې ماڼۍ ویاند رابرټ ګېبس وویل نه پوهېږي چې ايا جنرال مکرېسټل به پر خپلې دندې پاتې شوي او که څنګه، خو زیاته یې کړه چې نوموړي تېروتنه کړې، چی باید ځواب يې ووايي:

"جنرال مکرېستل په ډېرې مېړانې سره د اوږدې مودې لپاره د خپل هېواد په استازيتوب مبارزه او جګړه وکړه، هېڅوک نشي کولی چې دا وياړ له هغه څخه واخلي، او نه يې اخیستلی شي، خو هغه په دې قضاوت کې په څرګندو ډول تېروتنه کړې او باید چې ځواب يې ووايي."

د ولسمشر بارک اوباما اداره د جنرال مکرېسټل پر ستراتيژۍ او منډو ترړو ډډه لګوي.

"د ايکنبيري خيانت"

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو جګپوړي قوماندان جنرال سټېنلي مکرېسټل له مشهورې "رولینګ سټون" مجلې ته ويلي دی په دې باور دی چې په کابل کې د امريکا سفیر کارل ايکنبيري له ده سره خیانت کړی دی.

Image caption جنرال مکرېسټل له يوې مشهورې مجلې رولینګ"سټون" سره په مرکه کې د ولسمشر اوباما په ګډون د هغه د ادارې پر ګڼو جګپوړو چارواکو نیوکې کړې دي.

په مجله کې د مقالې د ممکنه منفي اغېز د کمولو لپاره تېره ورځ جنرال مکرېسټل بښنه وغوښته، او دا يې خپله تېروتنه وبلله.

د جنرال مکرېسټل د دغو څرګندونو پروړاندې غبرګونونه راټوکېدلي دي.

د شمالي اتلانتیک د تړون (ناټو) ویاند جيمز اپاتورای بي بي سي ته ويلي د جنرال مکرېسټل د څرګندونو پروړاندې باید له حده زيات غبرګونونه ونه ښودل شي.

هغه ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د ناټو ستراتيژي اغېزمنه ده او جنرال مکرېسټل د ناټو ملاتړ نه دی بایللی:

"موږ باید د يوې مقالې پر وړاندې له حد زيات غبرګون ونه ښيو، زه پوهېږم چې په دې مقالې کې به ډېرې خبرې شوې وي، چې حساسيتونه به راپاروي، په ځانګړې توګه په واشنګټن کې، زه پوهېږم چې دا یو غیرعاقلانه کار و، خو لوی انځور دا دی چې د ناټو سرمنشي پر جنرال مکرېسټل او د هغه پر تګلارې باور لري. "

"جنرال مکرېسټل تر ټول ښه قوماندان"

په خپل غبرګون کې د افغانستان د حکومت يوه ویاند ویلي چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې امريکا افغانستان ته کوم قوماندان استولي، جنرال مکرېسټل تر ټولو ښه قوماندان دی.

جنرال مکرېسټل اوس واشنګټن ته وربلل شوی او ټاکل شوې چې د ولسمشر اوباما او جنرال مکرېسټل ترمنځ د چهارشنبې پر ورځ غونډه وشي.

ورته مطالب