اوباما د جنرال مک کرستل استعفى ومنله

اوباما له مک کرستل سره
Image caption اوباما له مک کرستل سره تر ليدو وروسته د کابينې غونډه لرله او تر هغه وروسته وويل شول چې جنرال له کاره گوښه شو

په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو قومندان جنرال مک کرستل له دندې ليرې شوى دى .

ولسمشر اوباما وويل دۀ د جنرال مک کرستل استعفى ومنله .

ولسمشر اوباما جنرال مک کرستل وستايۀ چې کار ته ژمن و او پر هيواد مين و .

خو زياته يې کړه چې جگړه تر شخص مهمه ده .

امريکايي ولسمشر وويل چې په افغانستان کې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره بايد د يوې ډلې په توگه کار وکړو .

د جنرال مک کرستل پر ځاى جنرال پيتروياس په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو مشر ټاکل شوى دى .

جنرال پيتروياس پخوا په عراق کې د امريکايي ځواکونو مشر و .

د جنرال مک کرستل د ليرې کولو گام تر هغه وروسته واخيستل شو چې جنرال مک کرستل واشنگټن ته احضار شو او ولسمشر اوباما ورسره وليدل .

په دغه ليدنه کې له جنرال مک کرستل څخه د هغې مقالې سپيناوى غوښتل شوى و چې پکې يې د امريکا پر لوړ پوړو چارواکو نيوکې کړې وې .

دا مقاله د امريکا په يوې مجلې کې خپره شوې وه .

Image caption جنرال مک کرستل له افغان مشرتابۀ سره ښې اړيکي جوړې کړې وې

افغان مشرتابۀ له جنرال مک کرستل سره ښې اړيکې پيدا کړې وې .

افغان حکومت ويلي دوى د جنرال مک کرستل په ليرې کيدو خپه دي خو زياته کړې يې ده چې دا د امريکا کورنۍ مساله ده او دوى پکې مداخله نه کوي .

خو ويل کيږي چې له جنرال پيتروياس سره هم ولسمشر کرزى ښه پېژندگلوي لري .

جنرال پيتروياس څو ځلې افغانستان ته تللى دى او له افغان مشرتابۀ سره يې ليدلي دي .

جنرال پيتروياس پاکستان ته هم گڼ سفرونه کړي دي او له پاکستاني پوځي مقاماتو سره هم ډير غږيدلى دى .

جنرال مک کرستل په افغانستان کې د ملکي وگړو د تلفاتو په مخنيوي کې ډير کار کړى و .

دى يو له لومړنيو امريکايي پوځي مقاماتو و چې د ملکي وگړو د تلفاتو له امله يې بخښنه وغوښته .

.

ورته مطالب