د امريکا پر تګلاره د مکريسټل د لري کېدو اغېزې

Image caption کرېسټل چې د ځانگړو ځواکونو له منځه راوتلى، په دې باور و چې په افغانستان کې د عادي وگړو د زړونو گټل خورا مهم دي او د خپلو عسکرو له خوا يې د افغان ولسي وگړو د وژنو کچه خورا ټيټه کړه.

جنرال سټنلي مکرېسټل يو کال د مخه په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو مشري تر گوتو کړه.يو ځلې يې يو لوى عمليات پيل کړل او نور عسکر يې را وغوښتل.

هغه هڅه کوله، له پرېکړې مخکې يې د زړه خبره د خلکو تر غوږونو ورسېږي او پر دې يې ځان په کور دننه د سياستوالو د گوزارونو نښه گرځاوه.

دغه جنرال ته د ناټو د تگلارې د پلي کولو لپاره د يوه خورا وړ قوماندان په سترگه کتل کېدل.

هغه ته په پټو عملياتو کې پر گډون درناوى کېده.

دى هغه مهال د چارو مسوول و چې امريکايي ځواکونو پر ٢٠٠٣ کال صدام حسين ونيوه او درې کاله وروسته يې په عراق کې د القاعدې مشر – ابو مصعب الزرقاوي وواژه.

هغه څه چې په تېرو څو ورځو کې په افغانستان کې پېښ شول، په لومړي نظر کې د يوه لږ غوندې ساده عسکر مساله برېښي چې د عامه اړيکو سلاکاران يې وار په وار په کور دننه سياستوالو په اړه خوله پرانيزي او دې ته يې پام نه دى چې خبرې يې ثبتېږي.

جنرال مکرېسټل هوښيار او د زده کړو خاوند سړى دى، خو په دې برخه کې يې معلومات لږ دي چې رسنۍ څنگه کار کوي.

خو له دې سره سره او تر بل هر څه وړاندې، دلته په افغانستان کې د جگړې پر لارو چارو له سياستوالو سره نه موافقه هم ونډه لري او د ولسمشر اوباما له نژدې همکارانو سره د پوځي او ملکي کړيو سخت خپلمنځي اختلافونه هم شته.

مکرېسټل چې د ځانگړو ځواکونو له منځه راوتلى، په دې باور و چې په افغانستان کې د عادي وگړو د زړونو گټل خورا مهم دي او د خپلو عسکرو له خوا يې د افغان ولسي وگړو د وژنو کچه خورا ټيټه کړه.

په دې سره هغه د افغان حکومت سخت ملاتړ تر لاسه کړ.

خو جنرال مکرېسټل په ډاگه دا گڼله چې د اوباما د حکومت ځينې وتلې څېرې د هغه هومره په افغانستان کې د طالبانو ځپلو ته ژمنې نه دي.

له بلې خوا له طالبانو سره د خبرو موضوع هم شته چې ودې شي او که نه او که کېږي، څه ډول دې وشي.

او دا هغه موضوع ده چې پر دوشنبه يې د افغان تگلارې د څارونکي بريتانيايي ډېپلومات سر شېرارډ کوپر څوکۍ هم وخوړه.

اوس د جنرال مکرېسټل په تگ سره په افغانستان کې د امريکا او برتانيا پر هڅو يو کلک گوزار شوى دى.