جي ۸ سرمشريزې مور او ماشوم ته ۷ میليارد ډالر ځانګړي کړل

سرمشريزه
Image caption په کاناډا کې د اتو سترو صنعتي هېوادونو په سرمشريزه د مور او ماشوم د لاسمې روغتیا د پالنې په موخه پنځه ميليارد ډالره ځانګړي شول.

د نړۍ اته ستر صنعتي هېوادونه په کاناډا کې سره جرګه شوي دي.

په کاناډا کې د اتو سترو صنعتي هېوادونو په سرمشريزه د مور او ماشوم د لاسمې روغتیا په موخه ۷ ميليارد ډالره ځانګړي شول.

اوتاوا د دغه مرستندویه صندوق هرکلی کړی.

د کاناډا لومړي وزير سټيفن هارپر يوې خبري ناستې ته وويل : "د جي اتو سترو صنعتي هېوادونو د هڅو په نتيجه کې نورو هېوادونو هم، چې په دغه ډله کې غړيتوب نه لري، دې ته وهڅول، چې د دوه اعشاریه درې میليارد ډالرو ژومنه وکړي، چې ټول ټال ځانګړي شوي ډالر اووه اعشاریه درې ميليارد ډالرو ته رسېږي."

له دغو مرستو څخه اتو سترو صنعتي هېوادونو، هالنډ، نيوزيلنډ، جنوبي کوريا، هسپانيا، سویس او د ګيټس موسسې هرکلی کړی.

سپينې ماڼې ويلي ولسمشر اوباما هم ژمنه کړې، چې د ماشومانو د مړينې د مخنيوي لپاره يو اعشاریه درې ميليارد ډالر ورکړي.

سرچينه زياتوي چې له کانګرس نه به تر راتلونکو دوو کلونو پورې د 1.346 ميليارد ډالرو غوښتنه وکړي.

هارپر ټينګار وکړ، چې په افریقا کې دې د زيږون پرمهال د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې راټيټولو ته له دغه مبلغ څخه پيسې ځانګړې کړای شي.

Image caption امريکا او برتانيا له نورو هيوادو وغوښتل چې د مرستو هغه هيلې ترسره کړي چې پر ٢٠٠٥ کال يې په سکاټلنډ کې کړې وې.

کاناډا به د راتلونکو پنځو کلونو په اوږدو کې دوه اعشاریه 72 ميليارد کاناډايي ډالر ورکوي.

د بېل او ميلينډا ګېټس موسسو هم د يو اعشاریه پنځه ميليارد ډالرو ژمنه کړې .

خو روسيې بيا وويل چې دغه صندوق ته به تر درو کلونو پورې 75 ميليون ډالر ورکوي.

او فرانسې بيا د ولسمشر نیکولا سارکوزي له خولې اعلان وکړ، چې فرانسه به هم د شنبې ورځې تر پایه خپله مرسته اعلان کړي.

امريکا او برتانيا له نورو هيوادو وغوښتل چې د مرستو هغه هيلې ترسره کړي چې پر ٢٠٠٥ کال يې په سکاټلنډ کې کړې وې.

هغه مهال يوه ژمنه دا وه چې تر ٢٠١٠ کاله دې د مرستو ټوليزه بودجه لږ تر لږه تر ٥٠ ميلياردو ډالرو ورسول شي.

خو دغو اتو هيوادو له کړې ژمنې څخه په گډه نژدې شل ميليارده ډالره لږې بېلې کړې دي.