''بلک واټر ته په افغانستان کې لویه امنيتي ټېکه ورکړل شوې''

د بلک واټر ساتونکي
Image caption د بلک واټر نظامي ډلي مرکز چې د امريکا د شمالي کوريلاينا په ايالت کې دی، په افغانستان او عراق کې د امريکا حکومت ته امنيتي ساتندويه ځواک برابروي.

د امريکا د استخباراتي ادارې – سي آى اې مشر ليون پانيتا تاييد کړه چې يوه ناندره ييز امريکايي شرکت ته يې چې مخکې د بلاک واټر په نامه يادېده، په افغانستان کې يوه لويه امنيتي ټېکه ورکړې ده.

هغه وويل له دغه شرکت سره چې اوس د "زي سروېسېز" په نامه يادېږي، د سلو ميليونو ډالرو تړون شوى چې په مزارشريف او هرات کې امريکايي قونسلگرۍ وساتي. سي آى اې د "زي" شرکت ته د ټېکې د ورکړې دفاع وکړه او ويې ويل چې تر نورو يې لږې پيسې غوښتې.

دغه تړون برابر ۱۰۰ميليونه امريکايي ډالره ارزي چې کار به يې په هرات او مزارشريف کي د امريکايي کونسلګريو ساتنه وي.

دغه قرارداد چې اعلان يې يوه اوونۍ د مخه لاشوی و، وايي چې موده يې يو کال ده خو ودې شي چې ۱۸ مياشتو ته پسي وغځېږي.

بدنامهنوم

بلک واټر يا د تورو اوبو په نامه دغې نظامي ډلي په دا اوس کې خپل نوم د "زي سروېسېز" په نامه ځکه اړولی و، چې مقصد يې د خپل بد نامه ښه کول و.

د دغه تړون د ګټلو په سيالۍ کي دوې نوري نظامي ډلي چې د امنيتي شرکتونو په نامه ياديږي هم را وړاندي سوي وې.

Image caption پر بلک واټر نيوکه دا کيږي چې د فلوجې تر پېښي وروسته يې په دغه ښارکي بې درېغه ملکي کسان ووژل.

د متحده ايالاتو د مرکزي څارګري ادارې مشر ليون پانيتا چې له رسنيو سره ډېري لږ مرکې کوي په يوه ټلوېزوني مرکه کې وويل د ده اداره اوس د جوړېدونکو نظامي مرکزونو د ساتني لپاره په دغه شرکت ځکه باور کوي چې د ده په وینا اوس له معيارونو سره برابر او تر ټولو شرکتونو يې قرارداد هم ۲۵ ميليونه ډالره ارزانه لوېږي.

د بلک واټر نظامي ډلي مرکز چې د امريکا د شمالي کوريلاينا په ايالت کې دی، په افغانستان او عراق کې د امريکا حکومت ته امنيتي ساتندويه ځواک برابروي.

لومړی وار دا شرکت په رسنيو کې هغه وخت ډېر ياد شو چې پرڅلورو امنيتي عسکرو يې د عراق د فلوجې په ښار کې بريد وشو او وروسته يې عراقي جنګياليو جسدونه د الفُرات د رود پر پله راوځړول.

پر بلک واټر بله نيوکه دا کيږي چې د فلوجې تر پېښي وروسته يې په دغه ښارکي بې درېغه ملکي کسان ووژل.

بله بېلګه يې په ميلادي کال ۲۰۰۷ کې ۱۷ ملکي عراقيان دي چې په بغداد کې ووېشتل شول.

امريکايي ليکوال جيريمي سکاهيل چې دبلېک واټر دکارونو په باب يې کتاب ليکلې وايی چې دغه ډلي د امريکا د پخواني ولسمشر بوش په ملاتړ کار پيل کړی و او د همغه ادارې د ځينو مذهبي کسانو په ډول په نړۍ کې افراطي عيسوي اهداف لري.

د رواني ميلادي مياشتي په سر کې د دغه نظامي ډلي يا شرکت نوم د ليلام لپاره هم اعلان شوی و.

ورته مطالب