پاکستان کې چاودنې ۱۸ ووژل

د حیدر اباد چاودنه
Image caption د حیدراباد د پولیسو يوه مشر جاوېد عالم بي بي سي ته وويل له هغو کيميايي موادو يوه بار لارۍ، چې په رنګمالۍ کې ترې کار اخیستل کېده، ولاړه وه، چې بيا وچاودېده.

د پاکستان په جنوبي حیدراباد ښار کې له کيمايي موادو بار موټر چوول شوی، چې له امله یې لږترلږه ۱۸ تنه وژل شوي او تر ۴۰ ډېر نور ټپيان دي.

د حیدراباد پولیسو مشر فایز لغاري ويلي "داسې ښکاري چې دغه چاودنه د زياتې ګرمۍ له امله شوې وي، او تر دې مهاله مو هېڅ داسې ثبوت نه دی موندلی، چې ګني چاودنه د ځانمرګي بريد کوونکي او یا بم په وسیله شوې ده. "

نوموړي دا يوه ډېره خطرناکه چاودنه بللې ده.

يوه بل حکومتي چارواکي جمیل يسمومورو بیا ویلي چې "دا يو ترهګريز بريد نه، بلکې ګاډی خپله چاودلی دی."

د ځايي پوليسو مشر صلاح الدین بابر ویلي ښايي د وژل شوو شمېر زيات شي، "د بريد له امله نژدې مارکيټ سخت زيانمن شوی دی، اوس موږ د خاورو او لوټو په لیرې کولو بوخت یو."

رپوټونه وايي چې د کراچۍ ښار په شمال کې شاوخوا ۱۶۰ کيلومتره ليرې یوه لارۍ د موټرو په تمځي کې درول شوې وه، چې بيا وروسته وچوول شوه.

د حیدراباد د پولیسو يوه مشر جاوېد عالم بي بي سي ته وويل له هغو کيميايي موادو يوه بار لارۍ، چې په رنګمالۍ کې ترې کار اخیستل کېده، ولاړه وه، چې بيا وچاودېده.

پولیس دا هم وايي چې لارۍ ته نژدې د غازو یوه لویه ډکه وچاودېده، چې ښايي همدا د لارۍ د چاودنې لامل شوی وي.

جاوېد عالم وايي: "تر اوسه موږ د چاودنې په اړه پلټنه کوو."

ورته مطالب