جرمني له افغانستانه د خپلو عسکرو ایستل غواړي

د جرمني د دفاع وزير
Image caption په افغانستان کې د جرمني ځوکونو د ماموريت له پيل راهيسې د جرمني تر ۳۰ ډېر پوځيان وژل شوي دي.

د جرمني د دفاع وزیر ویلي له افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ایستلو غوښتونکی دی.

کارل تیوردور تسو ګوتنبرګ دا څرګندونې په لندن کې د برتانیا له دفاع وزیر لیام فاکس سره کړې دي

ښاغلي ګوتنبرګ ويلي "هرڅوک باید پوی وي چې په افغانستان کې پوځيان د نامالوم وخت لپاره نه شي پاتې کېدای. "

نوموړي پر همدې مهال د افغانستان حالاتو ته په کتو سره ويلي د جرمني د پوځيانو د ایستلو لپاره دې مناسب مهال وېش وټاکل شي.

د تېر ۲۰۰۹ کال په وروستیو کې هم د جرمني دفاع وزير ويلي داسې لارې چارې لټوي، چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو معقول مهال وېش وټاکي.

المان په افغانستان کې شاوخوا ٤٥٠٠ سرتېري لري، چې معمولآ د هېواد په شمال او پلازمېنه کې مېشت دي .

په افغانستان کې د جرمني ځوکونو د ماموريت له پيل راهيسې د جرمني تر ۳۰ ډېر پوځيان وژل شوي دي.

بل خوا د برتانیا دفاع وزير لیام فاکس ويلي "د سياسي اړیکو د پياوړي کولو لپاره باید موږ ډېر کار وکړو، تر ټولو غوره لاره دا ده، چې افغان ځواکونه وروزو، چې پر خپل ځان بسیا شي او بیا موږ د وتلو مهال وېش وټاکو. "

خو ښاغلي فاکس دا هم ویلي چې برتانیا او نور قوتونه په افغانستان کې يوې امنيتي تشې ته هم زړونه نه ښه کوي.

نوموړي ويلي ترهغه چې افغان ځواکونه ونه روزل شي، زموږ د پوځيانو وتل معقول کار نه دی.

له طالبانو سره خبرې

ښاغلي فاکس زياته کړه، يوازې پوځي کړنلاره په افغانستان کې د پايېدونکي ټيکاو لپاره کافي نه ده، بلکې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه باید د طالبانو له ځينو عناصرو سره خبرې وکړي.

دی زیاتوي چې د طالبانو له ځينو هغو جنګالیو سره، چې د افغان حکومت واکمني مني باید خبرې ورسره وشي.

لیام فاکس وویل له طالبانو سره یې د خبرو پر چاره د برتانیا د پوځ له مشر جنرال ډېوېډ ريچارډز سره هم خبرې کړې دي.

ورته مطالب