جنرال پيټریاس د کانګرس پوښتنې ځوابوي

جنرال پیتریاس په عراق کې د جګړې د ښې مشرۍ له کبله ځان ته ښه نوم او شهرت ګټلی دی.
Image caption جنرال پیتریاس په عراق کې د جګړې د ښې مشرۍ له کبله ځان ته ښه نوم او شهرت ګټلی دی.

د افغانستان او عراق د جګړې عمومي قومندان جنرال پيټرياس به د سه شنبې د سهار پر نهه نيمي بجې چې د افغانستان سر ماښام به وي د امريکا مشرانو جرګې ته په افغانستان کې د جګړې د عمومي قومندان د دندې د تاييد په نيت حاضر شي او د کانګرس د غړو پوښتنو ته به ځوابونه ووايي.

ځيني فکر کوي چې د افغانستان د جګړې د ځواب شوي قومندان جنرال سټېنلي مکرېسټل په څېر به ښايي جنرال پيتریاس هم له سختو پوښتنو سره مخامخ شي.

جنرال سټېنلي مکرېسټل چې پروسږميلادي کال د جون د مياشتي پر دويمه نېټه د خپلي دندې د تایيد په نيت کانګرس ته حاضر شوی و، هغه هم په وازه خوله د افغانستان د جګړې واقعيتونه يو يو ياد کړي او منلي ول.

همدارنګه يې د کانګرس غړو سختو پوښتنو ته د ډېرو په قول واقعبينانه ځوابونه وويل.

دغه جنرال د افغانستان جګړه په ښکاره يوه ستونزمنه او داسي لويه ننګونه بللې وه چې د ولسي وګړو احتمالي مرګ ژوبله به پکې زياتيږي او بری به دده په وینا داسې په اسانۍ لاس ته نه راځي.

Image caption جنرال پيټریاس په روانه ميلادي مياشت کې کانګرس ته د افغانستان د جګړې د دفاع او پوښتنو پر وخت ضعف وکړ.

جنرال مکرېسټل په افغانستان کې د جنګياليو د ماتولو لپاره د سمو او منظمو عملياتو وړانديز کړی و.

ده دا خبره هم نه وه پټه کړې چې تېروتني به نه کوي. پردې ټولو سربېره جنرال مکرېسټل د خپلو اړتياوو اوږد واښکي کانګرس ته وغړاوه او ويلي يې وه چې د افغانستان جګړه به د وسايلو، صبر، وخت د امريکا د خلکو او حکومت د ملاتړ په برکت د بري پړاو ته رسوي.

پردې خبره يې سم دم ټينګار کړی و چې که چيري موږ په خپلو عملياتو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله کمه نه کړو نو بري ته رسېدل ټوکې نه دي.

ځينې باور کوي چې د جنرال مکرېسټل په تګ سره په افغانستان کي د امريکا او انګلستان پر هڅو ښه سم ګوزار شوی دی.

که څه هم ويل کيږي چې جنرال پيټرياس د جګړې د لښکرو عمومي قومندان دی او د جګړه یيزې تګلارې په زېر و زور خبر دی، خو هيله کېږي چې دا وار به هم د کانګرس د غړو پوښتنې هومره اسانه نه وي.

هغه په روانه ميلادي مياشت کې کانګرس ته د افغانستان د جګړې د دفاع او پوښتنو پر وخت ضعف وکړ.

ورته مطالب