امريکا: له افغانستان سره د مرستو د قطعه کولو پرېکړه

Image caption د کانګريس دمرستو د جرګګۍ پرېکړه د فساد په تړاو پر افغان حکومت باندې د نړيوالو فشارونو يوه مهمه برخه ده.

د امريکا په کانګريس کې د استازو يوې جرګګۍ له افغان حکومت سره د څلور ميلياردو ډالرو مرستې پر قطع کولو رايه ورکړه.

دغه ګام تر هغه وروسته اخيستل کېږي چې سياستوالو ويلي ول، له دغه هېواد څخه د بهرنيو مرستو يوه زياته برخه بهر ته وځي.

دغه کار به د بشري چارو او پوځي برخو پر مرستو کوم اغېز ونه کړي ځکه دغه پيسې د بيارغونې د چارو لپاره غوښتل شوې وې.

سناتورې نيتا لويي د فساد تورونه ظالمانه وبلل. دغه تورونه په واشنګټن پست ورځپاڼه کې چاپ شوي ول، او ادعا پکې شوې وه چې د افغانستان د لوړپوړو چارواکو له خوا ميلياردونو ډالر له افغانستان څخه بهر ايستل شوي دي.

لکه څنګه چې د امريکا د مرستو د تصويبونکو جرګګۍ مسوول وايي تر هغه چې ډاډه نه شي چې د امريکايي ماليه ورکونکو پيسې د فاسدو چارواکو، د نشه توکو د قاچاقچيانو او ترهګرو جيبونو ته نه لوېږي، يوه پيسه به هم له دغه هېواد سره مرسته ونه کړي.

د کابل پر ادارې د فساد تورونو د ولسمشرانو اوباما او کرزي ترمنځ اړيکي زيانمن کړي دي .

ولسمشر کرزي مخکې ژمنه کړې وه چې د فساد پر ضد به کوټلي ګامونه اخلي.