د ژوند د اوږدوالي د احتمالي وړاند وينې نوي ساينسي لاره

د ساينسي څېړنو خونه
Image caption پلټنونکي وايي دوى ته هم پر دې پوهېدل ډېر مهم دي چې په ډي اين اې کې دغه زرې څه کوي او ولي د اوږده ژوند پټ راز په کې نغښتى دى؟

ساينس پوهانو داسې يوه لاره موندلې چې پر بنسټ يې وړاندوينه کېږي چې په ممکنه ډول به يوڅوک له سلو کلونو ور اخو نور څومر ژوندى وکړي .

دغه موندنې د هغو خلکو له اوږدې ارزونې ترلاسه شوې چې تر سلو کلونو يې ډېر ژوند کړى دى .

ډېر لږ کسان اوږد ژوند لري او په پرمختللو هېوادونو کې په شپږ زرو کسانو کې يواځې يو يې تر سلو کلونو ډېر ژوند کوي.

اوس ، د امريکا د بوسټن د پوهنتون ساينس پوهانو زموږ په ډي اين اي کې يوسلو پنځوس داسې زرې موندلې چې د عمر له اوږدوالي سره مرسته کوي .

دانه ده څرگنده چې دغه زرې څه کوي؟ خو دا روښانه ده چې دغه زرې د شکرې او د زړه ددرېدو په شان ناروغيو کې ښکېلې نه دي چې زاړه خلک ترې کړېږي .

دساينس په مياشتنۍ مجله کې خپاره شوي د بوسټن د ډلې ريپوټونه وايي د دوى له خوا د کارول شوې لارې پربنسټ په سلو کې اوه اويا کېداى شي چې په دقيق ډول ددې وړاندوينه وشي چې له سلو کلونو ور اخوا يو څوک څومر ه ژوند کوي.

که څه هم دا ثابته خبره نه ده ، خو دوى وايي دا به اوس ممکنه وي چې د ډي اين اې په ساده ازموينې سره ددې وړاندوينه وشي چې په احتمالي ډول به د يوه چا ژوند څومره اوږد وي .

پلټنونکي وايي دوى ته هم پر دې پوهېدل ډېر مهم دي چې په ډي اين اې کې دغه زرې څه کوي او ولي د اوږده ژوند پټ راز په کې نغښتى دى؟