امريکا له رسنيو سره د پوځ قوانين سخت کړي

امريکايي پوځي
Image caption وړاندې تر دې په افغانستان کې د امريکايي پوځونو لوړپوړى قوماندان له يوې مجلې سره د مرکې له امله له دندې گوښه شو.

د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس له رسنیو سره د پوځ د ارتباطاتو د قوانینو د سختولو امر کړی دی.

دا ګام وروسته له هغې اخیستل کیږي چې ولسمشر اوباما په افغانستان کې خپل تر ټولو مشر جنرال سټنلي مکرسټل، له رولنګ سټون مجلې سره د یوې مرکې پرمهال د نوموړي د ادارې په لوړ پوړو چارواکو د ملنډو وهلو له امله له دندې ګوښه کړ.

په هغو دریو پاڼو یاد داشت کې چې د پنټاګان لوړ پوړو پوځي او ملکي چارواکو ته لیږل شوی، ښاغلي ګیټس ویلي نوموړی له دې اندیښمن دی چې له رسنیو سره د خبرو په برخه کې له مقرراتو تیری ډیر شوی دی.

نوموړي لوړ پوړو چارواکو ته امر کړی چې د عامه اړیکو څانګې ته له مرکې کولو وړاندې خبرورکړي.

د پنټاکان یوۀ ویاند رد کړې چې ګواکې دا ګام د رولنګ سټون مجلې له مرکې سره تړاو لري.

د رولېنگ سټون رپوټ څه موده وړاندې خپور شو او له امله يې امريکايي لوړپوړو چارواکو اندېښنه وښوده. دوى وايي چې دداسې مرکو په کولو او د پوځ د جنرالانو په ورته دريځونو پر پوځ د سياسي واک اهميت ته زيان اوړي.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د لوړپوړي قوماندان جنرال ستنلي مکرستال له استعفا وروسته ولسمشر اوباما د پوځ بل جنرال ديويد پېترياس په دغې دندې وگومارۀ.

دۀ ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د امريکا د ستراتيژي د پلي کولو په اړه ډېر کار وکړي او هڅه به وکړي ددغه هيواد ماموريت کامياب کړي.

ورته مطالب