'کانګو کې د تېلو ټانکر ۲۲۰ تنه وژلي'

کانګو
Image caption جنوبي ولایت کیفو مشر مارسولان سیشامبو وويل د وژل شوو شمېر ۲۳۰ ته ورسېد او ټپيان ۱۰۵ تنه دي.

د کانګو د دموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې د چاودنې له امله د څه د پاسه ۲۲۰وژل شووکسانو سوځېدلي جسدونه په ډله ییز قبر کې خاوروته وسپارل شول.

د ملګرو ملتونو سوله ساتو او مرستندویو کارکوونکو سخت ټپي شوي کسان طبي مرکزونوته لېږدولي دي.

تیره شپه د سنګې په دره کې د تیلوټانک اور واخیست ، وچاودېد او له کبله یې ۲۲۰ تنه د مرګ تربریده وسوځېدل او سلګونه نور ټپي شول.

لږ ترلږه ۲۳۰ تنه، چې ۶۰ يې ماشومان ول، د فوټبال د نړیوال اتلولیو د تماچا لپاره راغونډ شوي ول، چې د چاودنې له امله وسوځېدل.

پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د تېلو يو ټانکر په ډېرې تېزۍ سره له سیمې تېرېده، چې بیا وچوول شو.

په سنګي کې اته ویشت کلن استاد توندو ساهیزیرا وایي موټر چلوونکي له خلکو وغوښتل چې ګڼه ګوڼه پرېږدي تيت پرک شي ؛ ځکه چې د احتمالي چاودنې امکان شته.

دی وايي د تېلو له ټانکره تېل وبهېدل، خلکو هڅه کوله چې تېل ترلاسه کړي، خو څو دقیقې وروسته له ټانکره اور راووت او بوخت ټول کسان پکې لولپه شول.

ځينو کسانو د تېښتې هڅه کوله، خو اور د هغوی مخه ډب کړه.

اور پېښې ته څېرمه لسګونو له خټو او لرګیو جوړو کورونو ته هم ننوت.

له غرمې وروسته د جنوبي ولایت کیفو مشر مارسولان سیشامبو وويل د وژل شوو شمېر ۲۳۰ ته ورسېد او ټپيان ۱۰۵ تنه دي.

که څه هم هغه د وژل شوو هویت په ډاګه نه کړ، خو د کانګو سره صلیب ويأي چې په جنوبي کيفو کې شاوخوا ۶۰ ماشومان وژل شوي دي .

ښاغلی سیشامبو وايي زیاتره وژل شوي د جنوبي افريقا د فوټبال د اتلولیو لیدونکي ول.

ټپيان او سوځېدلي د بوکافو لویو روغتونونو ته استول شوي دي.

په کانګو کې د ملګرو ملتونو استازۍ ويلي چارواکو ته يې د مرستې په موخه چورلکې، ګاډي او د ټپيانو د لېږد نور اړین توکي ورکړي دي.

سیشامبو ويلي چې په سنګي کې د کانګو امنيتي ځواکونو، پاکستاني مرستندویه پلاوي او د ملګرو ملتونو استازۍ د مرستې توکي برابر کړی دي.