ایران ماشيني انسان جوړ کړ

دغه ماشيني انسان یو اعشاریه پنځه څلوېښت متره اوږد دی او پنځه څلوېښت کیلوګرامه وزن لري.
Image caption دغه ماشيني انسان یو اعشاریه پنځه څلوېښت متره اوږد دی او پنځه څلوېښت کیلوګرامه وزن لري.

ایران ويلي چې ماشیني انسان يې جوړ کړی، چې ځينې مهم کارونه کولی شي.

د ایران يوې ورځپاڼې ويلي چې د سورينا ۲ په نامه دغه ماشيني انسان د تېرې شنبې په ورځ ولسمشر محمود احمدي نژاد پرانیست.

ويل کېږي چې سورينا د لرغوني فارس يو پخوانی جنګیالی و.

دغه ماشيني انسان یو اعشاریه پنځه څلوېښت متره اوږد دی او پنځه څلوېښت کیلوګرامه وزن لري.

ورځپاڼه زياتوي " دغه ماشيني انسان لکه د نورو انسانانو په شان حرکت کوي چې د لاس او پښو حرکتونه يې د پام وړ دي. "

د ورځپاڼې په خبره "دغه ماشيني انسان د ريښتيني انسان پرځای ځينې ډېر مهم او ګران کارونه کولی شي او يا ډېره مرسته ورسره کولی شي. "

خو د ایران دغې ورځپاڼې د دې ماشيني انسان په اړه نور جزييات نه دی ورکړي.

د ویلو ده چې ایران په دې وروستیو کې ځينې د پام وړ علمي لاسته راوړنې درلودې.

دا مهال د اتومي فعالیتونو له امله پر ایران د نورو نړیوالو بندیزونو فشار دی.