د اوباما د ماشومتوب په اړه فیلم نندارې ته وړاندې شو

حسن فاروق - د اوباما په کرکټر
Image caption د اوباما د ماشومتوب په کرکټر کې امريکايی حسن فاروق لوبېدلی

د اندونيزیا پلازمېنه جاکارتا کې د امریکا د اوسني ولسمشر بارک اوباما د ماشومتوب په اړه جوړ شوی فیلم نندارې ته وړاندې شو.

د دغه "اوباما، د مينتينګماشوم" فیلم زیاتره صحنې په جاکارتا کې د مينتينګ پر کلي راڅرخي، چې د امریکا ولسمشر پکې د ۱۹۶۷ او ۱۹۷۱ کلونو ترمنځ له خپلې مور او د هغې له اندونیزيايي مېړه سره ژوند کړی دی.

د فیلم مرستیال پروډيوسر(تولیدوونکی) ديمين ديمترا وايي په فیلم کې اوباما په داسې بڼه راڅرګندېږي چې ښايي امریکایانو ته به د تعجب وړ وي.

ديمترا د فرانس پرېس خبري اژانس ته ويلي چې "د فیلم لوېديځوال ليدونکي اوباما د چرګې د همبرګر د خوړلو په حال کې ويني، او د هغو ملګرو په منځ کې ګرځي راګرځي، چې بېلابېل ډول کالي يې اغوستي دي، او په دوی کې اسلامي خولۍ (ټوپۍ) لرونکي هم شته. "

خو له فیلم څخه هغه صحنه بیا ليرې شوې ده، چې اوباما پکې اسلامي فریضه (لمونځ) کوي، چې د ليرې کېدا لامل يې سياسي شورش رامنځ ته کېدل ښودل شوی دی.

ديمترا چې د فیلم صحنې بيانوي وايي "اوباما په دې صحنه کې د مسلمانو لمونځ کوونکو ماشومانو پېښې کوي. "

د ديمترا په خبره، د فیلم دا صحینه چې په سلو کې ۶۰ برخه جوړوي، په حقیقت کې په سلو کې ۴۰ فیصده خيالي جوړه شوې ده.

Image caption حس فاروق تر يوه حده د اوباما د کوچنيوالي له دورې سره ظاهري ورته والی لري.

د اوباما د ماشومتوب په کرکټر کې امريکايی حسن فاروق لوبېدلی، نوموړی يو امريکایی – اندونیزیایی ماشوم دی، چې په فیلمي نړۍ کې مخکنۍ تجربه هم نه لري.

حسن فاروق له امریکا څخه اندونيزیا ته په کوچنیوالي کې تللی دی، چې په انګليسي او اندونيزيايي ژبو روانې خبرې کوي.

نوموړی تر يوه حده د اوباما د کوچنيوالي له دورې سره ظاهري ورته والی لري.

دیمترا زياتوي دی نه غواړي چې دغه فیلم دې سياسي بڼه ولري، بلکې غواړي چې په اندونيزيا کې پر بېلابېلو کلتورونو رڼا واچوي.

ټاکل شوې وه، چې دغه فیلم اندونيزيا ته د بارک اوباما له سفر سره هممهاله نندارې ته وړاندې شي، خو د هغه دا سفر دوه ځلې وځنډول شو.

د فیلم جوړوونکي تمه ښيي چې د راتلونکې سپتمبر په میاشت کې دغه فیلم د نړۍ په نورو برخو کې هم نندارې ته وړاندې شي.

ورته مطالب