مکین: په ۲۰۱۱ کې د ځواکونو رایستل يوۀ تېروتنه ده

جان مکین
Image caption جان مکين چې په خپله د ويټنام په جګړه کي يو جنګیدلی پوځي او د مشرانو جرګې د نظامي کارونو د کميټې غړی دی، د وتون نېټه د دوستانو او غليمانو لپاره دب ې باورۍ ښکاره اشاره وبلله.

د جمهوري غوښتونکو د ګوند پېژندلې څېره جان مکين او په امريکا کې افغان سفير د امريکا د ولسمشر بارک اوبا له دې کړنلارې سره مخالفت څرګند کړی چې وايي له نوي ميلادي کال به له افغانستان څخه لښکر ايستل پيل کړي.

جان مکين چې د افغانستان په سفر تللی او له هغه ځايه يې د امريکا له رسنيو سره خبرې کولې، وويل چې په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې د ځواکونو رايستل يوه تېروتنه ده او د ده په وینا القاعده او جنګيالي به لا زورور کړي.

د امريکا دغه سناتور او په واشنګټن کي افغان سفير سيد طيب جواد دواړو په يوه خوله وويل چې له افغانستان څخه د لښکرو راايستل دې مځکنيو شرايطو اوحالاتو ته په پام سره سرته ورسېږي نه دا چې يوه ټاکلې ورځ دي ورته غوره شي.

جان مکين چې په خپله د ويټنام په جګړه کي يو جنګیدلی پوځي او د مشرانو جرګې د نظامي کارونو د کميټې غړی دی، د وتون نېټه د دوستانو او غليمانو لپاره دب ې باورۍ ښکاره اشاره وبلله.

Image caption جنرال ډېوېډ پيټريس وويل چې دا جګړه به خامخا ګټي. هغه جنګ چې له نهو کلونو راهيسې روان دی، د ختمېدو په باره کې يې زړه توري او مرګ ژوبله د کمېدو نوم نه اخلي.

هغه وویل زه د جګړې په سوق الجيشۍ او تاکتيکونو پوهېږم.

جان مکين وايي چې که اعلان وشي چې امريکايي لښکر په دغه ټاکلې ورځ له افغانستان څخه وځي، نو غليم به د ده په خبره د وتون انتظار کوي.

دغه تبصرې په داسې وخت کې شوې چې د افغانستان په جنګ کې د امريکايي او غربي يو لک و دېرش زره لښکرو قومنداني جنرال پيټريس واخيسته.

ده هم دا خبره وکړه چې د لښکرو د وتون ملاتړ کوي، خو ده ټينګار کاوه چې دغه وتون به له حالاتو سره سم وي.

جنرال ويل چې دا جګړه به خامخا ګټي. هغه جنګ چې له نهو کلونو راهيسې روان دی، د ختمېدو په باره کې يې زړه توري او مرګ ژوبله د کمېدو نوم نه اخلي.

ورته مطالب