پاکستان د ترهګرۍ او اورپکۍ پرضد ملي غونډه کوي

يوسف رضا ګیلاني
Image caption په دې غونډه کې د پاکستان ځينې قومي څېرې، سیاستوال او د پوځ استازي ګډون کوي.

د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګیلاني اسلام اباد کې د سياسي ګوندونو او جګپوړو چاروکو يوه غونډه وربللې، چې د هېواد د امنيتي وضعیت جاج واخلي.

د دغه کنفرانس هدف په هېواد کې د امنيت ټينګښت په ګوته شوی دی.

پاکستان ويلي چې په دې غونډه کې به د څلورواړو صوبو اعلی وزيران، استخباراتي مشران، د کورنیو چارو صوبايي مشران او د پوځ استازي هم ګډون کوي.

دا غونډه داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې د لاهور په يوه زیارت کې دوه ځانمرګي بریدونه وشول، چې بیا وروسته د پاکستان په واکمنه اداره کې هم ځينې ستونزې رامنځ ته شوې.

وړاندې د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شریف لخوا د یوه ملي کنفرانس د جوړېدو غوښتنه شوې وه.

نوموړي له پاکستاني طالبانو سره د خبرو او جوړجاړي غوښتنه هم کړې ده.

خو پاکستان کې د پيپلز ګوند له طالبانو سره خبرې نه غواړي، د دغه ګوند د اطلاعاتو سلاکاره او د پارلمان غړې فوزیه وهاب له دغه وړانديز سره مخالفت ښودلی دی.

ښايي چې د دغه ملي غونډې د جوړېدا نېټه هم وټاکل شي.

پاکستان داسې مهال د امنيت د ټينګښت لپاره د جګپوړو چارواکو غونډه جوړوي، چې همدا نن ګهيځ د کوز دير په بلام بټهـ سيمه کې د پوځيانو پر يوه مرکز د ګاډي په وسیله ځانمرګی بريد شوی دی.

رپوټونه وايي چې په برید کې ۱۲ پوځيان ټپيان شوي او يو وژل شوی دی.

بل خوا د خيبر پښتونخوا په کوهاټ کې د مسافرو پر يوه ګاډي چاودنه شوې، چې له امله يې د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

ورته مطالب