بایډن: افغان مشرتابه دې خپلو ستونزو ته جدي شي

 جو بايډن
Image caption جو بايډن دا هم ويلي چې اوباما او د جګړې په ډګر کي جنرالان په سوق الجيشۍ کې هېڅ ډول اختلاف نه سره لري.

د امریکا مرستیال ولسمشر افغان مشرتابه ته وايي چې د خپلو ستونزو پر وړاندې باید جدي شي.

جو بايډن له افغانستانه د امريکايي عسکرو د وتو په اړه د ټاکل شوې نېټې په دفاع کې وويل دا به د دې لامل شي چې افغان ځواکونه د ستونزو حل ته په خپله اوږه ورکړي.

جو بايډن له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ايستلو د مهال وېش د دفاع په ترڅ کې وويل چې دغه ډول غږ ولسمشر کرزی اړباسي چې د خپل هېواد د چارو په اړه مسؤوليت احساس کړي، فساد ورک کړي او افغان پوځ او د پوليسو د روزنې په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

د ښاغلي بايډن دا خبرې تر هغه وروسته اورېدل کيږي چې په امريکا کې جمهوري غوښتونکو له افغانستانه د پوځ ايستلو د مهال وېش خبره بې وخته بللې ده.

د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايډن پر افغاني چارواکو غږ کړی چې د خپلې برخې کار دې پر ځان ومني.

ده دغه خبره د نوې جګړه ييزې تګلارې د بيانولو پر وخت وکړه.

هغه ويل چې د اوباما جګړه یيزه تګلاره پر ځای ده ځکه چې کرزی اړباسي د خپلي دندې په سرته رسولو کې خوځښت وکړي.

په حکومت کې به غلا او بډې ختموي، خپل پوليس او پوځ به روزي.

جو بايډن افغان چارواکو ته په ډاګه وويل چې خپل کار به په خپله کوﺉ. امريکايي لښکر تل ترتله په افغانستان کې نه پاتېږي.

ده افغاني چارواکو ته وويل چې که تاسې د خپل هېواد امنيت ته سمه اوږه ورنه کړﺉ، نوموږ خو ستاسې د هېواد امنيت ترتاسې ډېر نه شو غوښتلای.

Image caption څېړنې وايي چې د افغانستان په جګړه کې د مرګ ژوبلي د زياتېدو سره د دغه اوږده جنګ ملاتړ هم ورځ تر بلي کمېږي چې يوازې په تېره ميلادي مياشت جون کې يې ۱۰۲ بهرني عسکر ووژل.

جو بايډن دا هم ياده کړه چې اوباما او د جګړې په ډګر کي جنرالان په سوق الجيشۍ کې هېڅ ډول اختلاف نه سره لري.

ده داخبرې له عراق څخه امريکايي رسنيو ته په داسې وخت کې کړې چي د جنګ عمومي قومندان جنرال پېټرېياس د افغانستان د جګړې قومانده پر غاړه واخيسته.

دغه نوی پوځي مشر د جنرال سټېنلي مکرېسټل پر ځای هغه وخت وټاکل شو چې هغه د يوې مرکې له لارې د امريکا پر ملکي او نظامي لوړپوړو چارواکو په ګډون د مرستيال ولسمشر جو بايډن نيوکې کړې وې چې پای يې د هغه جوابېده شوه.

پر افغانستان د امريکا تر يرغل نهه کاله وروسته دغه جنګ اوس د څېړونکو په باور پر بدو اوښتی چې د امريکا ولسمشر اوباما د جنګياليو د ماتولو په نيت په زرګونو نور لښکر ورمات کړي دي.

'انتظار وکړﺉ، موږ وځو'

د اوباما پردې پرېکړه چې د نويو عسکرو د استولو ترڅنګ يې په رانوي ميلادي کال کې د را ايستلو اعلان هم کړی د مخالف ګوند له خوا ټينګي نيوکي شوي دي.

د منتقدينو په ګومان دا کار په لوی لاس جنګياليو ته د اعلان په مانا دی چې انتظار وکړﺉ، موږ وځو.

څېړنې وايي چې د افغانستان په جګړه کې د مرګ ژوبلي د زياتېدو سره د دغه اوږده جنګ ملاتړ هم ورځ تر بلي کمېږي چې يوازې په تېره ميلادي مياشت جون کې يې ۱۰۲ بهرني عسکر ووژل.

ورته مطالب