غزې ته روانه مرستندویه بېړۍ مصر ته وخوځېده

د اسراييلو او يونان چارواکي وايي يوه بېړۍ چې غزې ته د مرستندويه توکيو لېږدولو په موخه روانه شوې وه، د اسراييلي حکومت له ديپلوماتيکې مداخلې وروسته يې اوس خپل تګلوری مصر خوا ته اړولی دی.

چارواکي وايي دغه بېړۍ چې د ليبيا يوې خيريه ټولنې له خوا په کرا نيول شوې له يونان نه له غزې سره پر پوله د مصر العريش بندر ته روانه ده.

خو د ليبيا د خيريه ټولنې مشر (يوسف سوان) بي بي سي عربي ته ويلي چې بېړۍ به خپل تګلوری نه بدلوي، او اوس غزې بندر ته پر لار ده.

اسراييلو دغه پلان چې غزې ته يوه بله بېړۍ ولېږي، پاورونکی ګام بللی دی، په تېره بيا وروسته له هغه چې غزې ته يې د لا نورو توکيو د پرېښودو پرېکړه کړې ده.

Image caption په پلازمېنه اتن کې د ليبيا سفير د يونان د بهرنيو چارو وزارت ته ډاډ ورکړی چې بېړۍ به د اسراييلو له خوا لګېدلی بنديز نه ماتوي، او اوس به مخامخ د مصر العريش بندر ته ځي.

يوه بېړۍ چې په غزه کې د فلسطينيانو لپاره په خوړو او نورو توکيو بار ده، د يونان له (لاوريون) بندر خوځېدلې ده.

دغه بېړۍ چې د ليبيا د قذافي نړيوالې خيريې ټولنې له خوا په کرايه نيول شوې، وروستی تمځای چې په کوم لور روانه ده، لا تر اوسه معلوم نه دی.

دغه خيريه ټولنه هيله لري چې بېړۍ غزې ته ورسېږي، خو له څنګه چې د بي بي سي خبريال (مالکوم برابانټ) راپور راکوي، بېړۍ ښايي د يو مصري بندر پر لور روانه شي.

د يونان دغه باور وړونکې بېړۍ چې د روان سفر لپاره د (هيلې) نوم ورکړل شوی، له لمر لوېدا لږ مخکې روانه شوه.

کله چې بېړۍ له سمندرغاړی لرې کېدله نو کم شمېر فلسطيني ملاتړي چې، د ليبيايي خيريه ټولنې کميسونه يې اغوستي وو، بېړۍ ته يې د مخه ښې چيغې يې وهلې او لاسونه يې خوځول.

په بېړۍ کې، د خوړو، د پخلي تېلو، درمل او له مخکې جوړو شويو کورنو، په ګډون ۲ زره ټنه بشري مرستندويه توکي بار دي.

خو د بېړۍ وروستی تمځای لا تر اوسه نه دی معلوم، چې چېرې روانه ده.يوه ورځ وروسته له هغه چې اسراييلو په کې پر يونان د ديپلوماتيک فشار راوړلو هڅه وکړه.

په پلازمېنه اتن کې د ليبيا سفير د يونان د بهرنيو چارو وزارت ته ډاډ ورکړی چې بېړۍ به د اسراييلو له خوا لګېدلی بنديز نه ماتوي، او اوس به مخامخ د مصر العريش بندر ته ځي.

Image caption د دغې بېړۍ څښتن (الېکس انجېلوپولوس) راته وويل چې دا يو خطرناک سفر دی، خو دی نه غواړي چې د بېړۍ سپرلۍ له خطر سره مخامخ شي.

خو په داسې وخت کې چې بېړۍ د (ايجين) سمندر ته خپله لار وهي، د قذافي خيريه ټولنې مشر (يوسف سواني) وايي په دې اړه به يوه هڅه کېږي چې دغه مرستندويه ډله د غزې پر سمندر غاړي کوزه شي:

''موږ موږ يو ډېر سوچه بشري ماموريت ترسره کوو. يوازينی هدف يې د غزې خلکو ته د بشري مرستو، خوړو او درمل رسول دي. هېڅوک په دې کې بحث نه شي کولی چې دغه خلک بېړنۍ اړتيا لري، ځکه چې دوی تر شلون، کلابندۍ او هر څه چې تاسو نوم ورکویء، پاتې شوي دي.

دوی د اسراييلو د عمل له مخې په دغه حالت کې دي. موږ هيله لرو چې اسراييلي چارواکي به دغه بېړۍ د غزې بندر ته له ننوتلو منعه نه کړي.''

ښاغلي سواني وويل دا د مرستې رسونې يوه سوله ييزه ډله ده، او ليبيايان په سمندر کې د ټکر کومه هڅه نه کوي، او که اړتيا وي، نو د ده په خبره به دغه بېړۍ بل لور وخوځېږي، چې کېدی شي هغه د مصر العريش بندر وي.

د دغې بېړۍ څښتن (الېکس انجېلوپولوس) راته وويل چې دا يو خطرناک سفر دی، خو دی نه غواړي چې د بېړۍ سپرلۍ له خطر سره مخامخ شي.

ده دا خبره هم سپينه کړه چې د بېړۍ کيوبايي کېپټان ته امر شوی، چې د ستونزو د لومړۍ نښې له راڅرګندېدو سره دې سمدلاسه العريش ته مخه کړي.

ورته مطالب