بي بي د تېلو د بهېدو لپاره تازه هڅې پیلوي

مکسیکو
Image caption بارک اوباما د دغه کړکېچ په بهير کې شپږ مياشتې د امريکا په سمندرونو کې د تېلو د څاګانو د ټولو کارونو د ځنډولو امر کړی دی.

د تېلو د بي پي په نامه شرکت وايي چې د بهاندو تېلو د پارچاو لپاره به د تېلو د هغه څا پر سر بله تېل دانۍ ډوله خولبوری کښېږدي چې سرپوښ يې مات شوی دی.

د بي پي د اټکل له مخي به د بلي تېلدانۍ ځای پر ځای کول برابر يوه اوونۍ وخت ونيسي.

(بي پي) د نل ليکې د يو زوړ سروکي پر ځای چې له نيمې کمې برخې تېلو د وتلو مخه نيسي، يو بل سروکی ورواغوندي، چې د دغه شرکت په هيله به د تېلو بهېدنه بنده کړي.

نل ليکې ته د سروکي وراغوستنې کار به ورځې وخت نيسي، او تر هغه به د تېلو بهيدنه همداسې پرته روانه وي.

د يو دايمي حل په توګه (BP) د سمندر په تل کې نور څاګان کني چې د اوسني زيانمن شوي څا بندولو کې به وکارول شي.

د خبرونو له مخې، د شنبې په ورځ د لېرې ځايه اوبتلونو د تېلو له څا څخه هغه خولبوري ايسته کړ چې له يوې مياشتې راهيسې يې د تېلو بهير څه ناڅه کم کړی و.

نوی خولبوری به د څا پر سر مېخ کړل شي. مانا دا چې د دغه نوي طريقې له لارې به تېل يوڅه نور خوندي کړل شي؛ ځکه چې د اوسنۍ لاري سم نيمی تېل سمندر ته وربهېږي.

د بي پي چارواکو ويلي چې د يکشنبې په ورځ به د مات شوي څا په يوه بله برخه پوري د بېړۍ يو غټ ټانک هم وتړي او ادعا کوي چې دواړې لارې په کار ولوېږي نو ټول تېل او ګاز به ځان ته ورپورته کړي.

د امريکا حکومت د ادعا له مخې له مات شوي څا څخه د ورځې په کروړنو ګېلنه تېل اوبوته ور بهېږي.

Image caption دغه پېښي د امريکايي چارواکو او بي پي ترمنځ اړيکي ښه سمي بې خوندې کړي او يو شمېر امريکايي چارواکي يې د خپلو کارونو څخه ځواب کړي هم دي.

د تېلو کارپوهان وايي که د پارچاوېدو دغه نوې لار کار وکړي، نو ډېره اندازه تېل به له ضايع کېدو څخه راوګرځي.

خو په امريکا کي اوس هم ځينې کارپوهان دغه نوي لار ته ډېر خوشبين نه دي دوی وايي چې بي پي تر دې د مخه هم بې فايدې پينځه شپږ لارې اټکل کړې وې.

دغه پېښي د امريکايي چارواکو او بي پي ترمنځ اړيکي ښه سمي بې خوندې کړي او يو شمېر امريکايي چارواکي يې د خپلو کارونو څخه ځواب کړي هم دي.

پردې سربېره چې د تېلو دغه اوسنۍ ضايعه د امريکا په تاريخ کې بې ساری تاوان ګڼل کېږي او خپله بارک اوباما څو واره لوزيانا ته ورغلی دی.

همدارنګه يې د امريکا د سمندري لښکرو د روزنې خوځښتونه سم دم اغېزمن کړي دي.

بارک اوباما د دغه کړکېچ په بهير کې شپږ مياشتې د امريکا په سمندرونو کې د تېلو د څاګانو د ټولو کارونو د ځنډولو امر کړی دی.

په ورجينيا ايالت کې د څاهانو د کښلو وړانديزونه د تل لپاره ځکه رد شوي چې په دغه ايالت کې د څاګانو پر کښلو د امريکا د دفاع وزارت نيوکې کړې وې چې هلته د سمندري ځواکونو لويې اډې دي.

د لوزيانا ايالت سمندر په امريکا کې د بېلابېلو مرغانو او نهنګونو ټاپو بلل کيږي چې دغه کړکېچ يې ژوند په خطر کې اچولی دی.

ورته مطالب