په جاپان کې پارلماني ټاکنې پيل شوې

د جاپان پارلماني ټاکنې
Image caption واکمن (ديموکراتيک) ګوند په مشرانو جرګه کې د اکثريت ګټنې ته اړتيا لری

په جاپان کې د پارلمان د مشرانو جرګې ټاکنو لپاره د رايې ورکونې مرکزونه پرانيستل شوي دي.

واکمن (ديموکراتيک) ګوند په مشرانو جرګه کې د اکثريت ګټنې ته اړتيا لري چې د جاپان د سترو پورنو غم وخوري، چې د شتمنو هېوادونو تر ټولو ناوړه حالت دی.

دغه ګوند په تېر اګست کې واک ته ورسېد، خو نظرپوښتنې ښيي چې اکثريت به ونه شي ګټلی، دا به داسې پايله وي چې د جاپان په پارلمان کې به د قانون جوړونې په ټپه ولاړ حالت رامنځته کړي.

د ملاتړ له لاسه ورکولو سره لومړی وزير (ناوټو کان) لا له وړاندې هغه راپورونه رد کړي چې دی به د خرڅلاو ماليه دوه برابره لوړولو لس سلنې ته زياته کړي. يو جابانی وګړی وايي وړاندې شوې ماليه خورا زياته ده:

((زه د خرڅلاو ماليې په اړه اندېښمن يم. لس سلنې ته ټوب وهل خورا زيات دی. دا به يو ستر بار وي.))

خو يوه بله رايه ورکوونکې احساس کوي که برابرې ګټې وي نو ماليه يو اړين شرط دی:

((زه د جاپان له ديمکراتيک ګوند سره، ان که دوی ماليه هم لوړوي، موافقه يم، تر هغه چې دوی د ټوليزې سوکالۍ غم هم خوري.))

ورته مطالب