۵۰ زره کسانو د بوسنیا د سریبرینیکا د ټول وژنې ۱۵ وير کوي

په بوسنیا کې تر ۵۰ زره ډېر کسان راغونډ شوي، چې په ۱۹۹۵ کال کې د شاوخوا ۸ زره بوسني مسلمانانو د ټول وژنې د پنځلسم تلین وير ولمانځي.

دا په اروپا کې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو لوی ناورین او ټول وژنه وه.

دغه ټول وژنه چې پر سريبرنيکا شهرت لري، د ۱۹۹۵ کال به جولای کې رامنځ ته شوه، چې تر اتو زرو ډېر بوسني مسلمانان پکې تر تېغ تېر شول.

نړيوالو قضايي سازمانونو د صربي ځواکونو لخوا د مسلمانانو دا ټول وژنه د اورپا په تاریخ کې تر ټولو ويرجنه او انساني ضد عمل بللی دی.

په ټول وژنه کې د ۷۷۵ تنو مړي به د بوتوکاري په هغه مرکز کې خاور ته وسپارل شي، چې د سریبرنيکا د شهیدانو د خښولو لپاره ځانګړی شوی او هر کال پکې د وژل شوو وير کېږي.

بل خوا د صربیا ولسمشر بوريس تاديچ ويلي د پخواني يوګوسلاويا د جمهوریتونو ترمنځ د روغې جوړې غوښتنه کړې ده.

Image caption بوسني ښځه د ۱۹۹۵ کال د جولای د ۱۱ مې وير کوي.

ښاغلي تاديچ د وژل شوو په ياد غونډه کې وویل "روغه جوړه د پخواني يوګوسلاويا د ولسونو ترمنځ د سولې بهير ته يو پول دی."

ډېوېډ كاميرون

بل خوا د برتانیا لومړي وزير ډېوېډ کاميرون ويلي حکومت به يې تر هغه د ارامۍ ساه وانخلي، چې په وينا يې د سریبرنيکا د ټول وژنې مجرمين عدالت ته راکش نه کړای شي.

ښاغلي کاميرون دا ټول وژنه "د ټولې اروپا لپاره د شرم خبره وبلله."

نوموړي ويلي: "هېڅکله په سريبرنیکا کې د ټول وژنې جنایت نه شو هېرولی، دا د اروپا لپاره پزه خوڅوونکی جرم و، که موږ غواړو رښتيا له انسانیت نه دفاع وکړو، باید د سربرننکا د قربانیانو له کورنیو سره غمشريکي وکړو، مجرمین عدالت ته راکاږو."

ډېوېډ کاميرون زياتوي "د برتانیا حکومت تر هغه د ارامۍ ساه نه شي اخیستی، چې راتکو ملاديڅس (د صربي بوسنیا پوځي قوماندان، چې د ټول وژنې مسؤول و) او د کوران کاراديڅ په څېر نور مجرمین ونه نيول شي، او په لاهای کې د جنايي جرمونو محکمې ته ونه سپارل شي. "

دی زياتوي د برتانیا ايتلافي حکومت به بلقان ته ډېر پام وکړي، او له بوسنیا سره به په اروپايي اتحاديه او ناټو کې د ګډون په برخه کې "په مخکې تلو " کې همکاري وکړي.

ورته مطالب