کلنټن: اميري ايران ته په ستنېدا خوښ دی

آغلې کلنټن
Image caption آغلې کلنټن وايي شهرام اميري ایران ته په تلو کې پوره اختیار لري.

امريکايي چارواکو له څو مياشتو راهيسې له دې خبرې نټه کوله چې په ايراني ساينس پوه شهرام اميري علم لري.

ايراني چارواکي تورلګوي چې شاهرام اميري امريکايانو برمته کړی و. خو دسپيني ماڼۍ واکمن دا خبره تور بولي.

امريکايي رسنيو څه موده د مخه دا خبر رد کړی و چې يو ايرانی ساينس پوه د ايران دحکومت مخالف شوی او امريکا ته راغلی دی.

ایران ادعا کوي چې ایرانی ساینس پوه شهرام اميري تېر کال په سعودي عربستان کې د عمرې پرمهال د سعودي په مرسته سي آی اې تښتولی و.

خو امریکا او سعودي عربستان بیا د ایران دا تورونه ردوي.

ښاغلي اميري تېره ورځ ويلي وو چې ايران ته بېرته ستنېدل غواړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزيرې هيلري کلنټن وويل: ''ښاغلی اميري په ازاده خپله خوښه په امریکا کې و، او دی ازاد دی چې بېرته ستون شي، په حقیقت کې دی باید د مهال وېش له مخې پرون باید تللی وای، خو ایران ته د ترانزيتي هېوادونو له لارې د رسېدو لپاره يې اړین ترتیبات ونه شوای نیولی.''

د امريکا د يوه خبري اژانس اې بي سي په يوه اوسني راپور کي ادعا شوې وه چې يو ايرانی ساينس پوه چې د ايران په اتومي پروګرام کې يې کار کاوه په خپله امريکا ته راتښتېدلی او د ايران د اتومي پروګرام په باره کې د امريکا له څارګرې ادارې سره بشپړه ملګرتيا او مرسته کوي.

Image caption ښاغلی امیري تېر کال په سعودي عربستان کې د عمرې پرمهال تری تم شو.

خو د خبرونو له مخې يو کال د مخه چې عمرې ته تللی و په عربستان کې يې درک ورک شو.

وروسته يې درې ويډیوګانې وموندل شوې چې په يوه کې يې ادعا کوله د امريکا مرکزي څارګرې ادارې برمته کړی او په بله کې يې بيا په امريکا کې د زده کړي خبره يادوله او په وروستۍ وېډيو کې ويل چې دی له عمرې څخه سعودي او امريکايي جاسوسانو برمته کړی و او په ډبولو يې دا خبره پرې منلې وه چې له ايران څخه په تېښته راغلی دی.

ايراني سرچينې وايي چې شهرام اميري د تهران په پوهنتون کې په علمي څېړونو کې کار کاوه.

خوغربي سرچينې بيا دا سړی د ايران د اتومي برېښنا په اداره کې يو چارواکی بولي او ادعا کوي چې شهرام اميري ډېر زيات مالومات پکې لري.

اوس دې سړي په واشنګټن کې د پاکستان په سفارت کې پناه اخيستې ده.

ايران او امريکا سرکاري اړيکي نه سره لري، خو په امريکا کې د ايران ځينې سفارتي کارونه د پاکستان د سفارت له لارې پرمخ وړل کېږي.

اوس د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د واشنګټن په سفارت کې د دغه ايراني حضور تاييد کړی هم دی.

ورته مطالب