د سپتمبر د ١١ نېټې بريدونو اغيزې لا هم ليدل کيږي

 نړيوال تجارتي مرکز چې په 2001 کال کې پرې بريد وشو
Image caption ساينسپوهانو په نيويارک کې په تر 100 ډيرو ميندو او د هغو له هغو کوچنيانو سره چې لا ښوونځي ته نه تلل څيړنه کړې ده.

د سيپټمبر ېوولسمې بريدونو له رواني پلوه تر ټولو ډير ماشومان اغيزمن کړي دي .

د ماشومانو د پرمختيا په مياشتنۍ کې د مونټ سيناى د روغتيا د ښوونځي ارزونکو ليکنه وايي د هغو ميندو ماشومان چې چې د سپيپټمبر د يوولسمې له بريدنو وروسته د خفگان او رواني ستونزو کړيدلې ، له خفگان ، بي خوبۍ او نورو ستونزو سره لاس او گريوان دي .

د نيويارک له نړيوال تجارتي مرکز سره د الوتکو د جنګيدو تصوريونو په نړې کې پر ميليونونو کسانو اغيز وکړ.

اوس څيړونکي وايي دغه اغيز پر هغو کسانو لا ډير و چې د پېښې په صحنه کې حاضر ول او په ځانگړې توگه پر ماشومانو يې اثر لا ډير بد ښوول شوى دى

ساينسپوهانو په نيويارک کې په تر 100 ډيرو ميندو او د هغو له هغو کوچنيانو سره چې لا ښوونځي ته نه تلل څيړنه کړې ده .

دوى ټولو د سپتمبر د يولسمې نېټې د بريدونو پېښې په خپلو سترگو ليدلي دي .

ساينسپوهانو ومونده چې د پېښې د ليدلو په انډول پر ماشومانو د پيښې له امله د ميندو د رواني حالت تاثير ډير و.

پر ماشومانو يې بيلا بيلې اغيزې ليدل شوې دي چې پکې د خوب له خرابۍ رانيولې تر غصو ، اندېښنو او ژورخپگان پورې راځي او دا ټول د ارواح پوهانو په وينا د انسان د چلند په برخه کې د ستونزې وړ شيان دي .

د څيړنې ليکونکي وايي ښايي د مور د رواني حالت او له دغه ډول ناورين سره د کوچنيانو د مقابلې د وړتيا تر منځ مخامخ اړيکه موجوده وي.