برتانوي يهود فلسطيني هيواد غواړي

يهودان
Image caption يوازې تر نيمايي ډيرو له حماس سره د خبرو کولو ملاتړ ښولی.

له څلور زرو نه د ډيرو برتانوي يهوديانو د نظريو يوه سروي وايي دوى له اسراييلو سره د نژديوالي احساس لري او دځاني دفاع لپاره د اسراييلو له حقه سخت ملاتړ کوي . د سروي پر بنسټ ډيرى دغه برتانوي يهوديان باور لري چې اسراييل بايد د سولې په بدل کې ځمکه ورکړي او له حماس سره خبرې اترې وکړي .

سروې داهم موندلې چې برتانوي يهوديانو ته اسراييل مهم دى او دا خپل حق گڼي چې پرې نيوکه وکړي .

د يهودو د تګلارو د څيړنو د مرکز لپاره تر سره شوې دغه سروې، د اسراييلو د امنيت لپاره د برتانوي يهودانو پياوړی ملاتړ ښيي او له لويه سره وايي چې برتانوي يهودان د اسراييلو او فلسطينيانو تر منځ د جوړ شوي ديوال او په 2008 کال کې د غزې تړانګې ته د اسراييلي سرتيرو د ننوتو ملاتړ کوي.

خو په سروې کې پوښتل شويو کسانو تر ډيره په مهمو امنيتي مسايلو پريکنده نظرونه څرګند کړل . په دوى کې په سلو کې پنځه اويا کسانو د مسالې داسې حل غوښتى چې دوه جلا هيوادونه دې وي او په قبضه شوې لويدځه غاړه کې يې د يهودانو د کورونو د جوړولو مخالفت کړی دی. يوازې تر نيمايي ډيرو له حماس سره د خبرو کولو ملاتړ ښولی.

که څه هم د برتانيايي يهودانو لپاره د خپل هويت تر ټولو مهم ځاى اسراييل دى خو سروې ښيي ، ډير يهودان په دې باور دي چې دوی بايد د دې ازادي ولري چې په برتانوي رسنيو کې پر اسراييلو نيوکه وکړي.

په اسراييلي ټولنه کې ښکاره فساد او له لږه کيو سره تعصبي چلند په دغې سروې کې د ممکنه نيوکو په توگه ياد شوي دي.