بروجردي: امريکا بايد په ايران کې د بريدونو ځواب ووايي

ايران
Image caption د سيستان بلوچستان ددغو بريدونو پړه جندالله ډلې پر غاړه اخيستې ده .

د ايران خبري رسنۍ وايي د هغه هېواد په سيستان بلوچستان ايالت کې د دوو پرله پسې چاودنو له امله 27 تنه وژل شوي دي.

ددغې پېښې د زيانونو په اړه بېلابېل راپورنه ورکول شوي.

د ايران د روغتيا وزيرې مرضيې وحيد ويلي په دغه بريد کې 270 تنه ټپيان شوي خو د سيستان بلوچستان د بېړنيو چارو ادارې د ټپيانو شمېره ۳۰۶ تنه اعلان کړې ده .

د پنجشنبې پر ورځ په زاهدان کې د امام حسين د زوکړې د يادښت په جوړه شوې غونډه کې د شيعه ګانو په جومات کې دوه پرله پسې چاودنې وشوې.

د ځينو ټپيانو حالت سخت ښوول شوی او ويل کېږي چې ښايي د مړو شمېره نوره هم لوړه شي.

له پلازمېنې تهران او کرمان ښارونو څخه يو شمېر ډاکټران د ټپيانو د درملنې په موخه د زاهدان پر لور خوځېدلي دي.

د سيستان بلوچستان والي علي محمد ازاد د دغې پېښې د عاملينو په اړه وايي : (( هغې ډلې چې ددې چاودنې پړه يې پر غاړه اخيستې د هغوی اعلاميې ته په کتو سره ځينې توپيرونه پکې ليدل کېږي او پېښه تر څېړنې لاندې ده. ))

د جندالله ډلې په خپله ويبپاڼه کې ددې بريد پړه پر غاړه اخيستې او ويلي يې دي چې په دې بريد کې يې د ايران د انقلاب ساتونکي يا پاسداران وژلي دي.

خو د سيستان والي وايي د دغه بريد طرحه له هېواده بهر جوړه شوې وه چې د هېواد امنيت ګډ وډ کړي، خو نوموړي د جندالله ډلې نوم نه دی اخيستی.

پېنځه اونۍ وړاندې د جندالله ډلې د مشر عبدالمالک ريګي د اعدامولو خبر خپور شو.

د ايران قضايي چارواکو تر هغه وړاندې د عبدالمالک د بل ورور عبدالحميد د اعدامولو خبر هم ورکړی وو.

ايراني چارواکو ويلي و د جندالله ډلې د غړو په نيولو او تسليمېدو سره اوس دغه ډله کمزورې شوې او عملياتي وړتيا يې له لاسه ورکړې ده.

د عبدالمالک ريګي تر اعدام وروسته د جندالله ډلې د خپل نوي مشر د ټاکلو خبر ورکړ او ويلي يې و چې د هغه د مرګ غچ به اخلي.

بله خوا د ايران حکومتي چارواکي پر جندالله ډلې دا تور لګوي چې له بهرنيو استخباراتي ډلو سره تړلې ده.

د ايران په پارلمان کې د ملي امنيت او بهرني سياست د جرګګۍ مشر علاوالدين بروجردي ايرنا خبري آژانس ته ويلي : ((امريکا بايد د زاهدان د ترهګريزې پېښې په اړه ځواب ووايي. ))

خو د امریکا د بهرنيو چارو وزيرې دغه پېښه يو ترهګر عمل بللی او هغه يې غندلی، او د پېښې د عاملينو د نيولو او محاکمې غوښتنه يې کړې ده.

په سيستان او بلوچستان ولايت کې درې ورځې ملي ماتم اعلان شوی دی.