'د پاکستان پوځ په سوات کې د ملکي خلکو په وژنې تورن شو'

سوات
Image caption د بشري حقونو د څار سازمان په رپوټ کې راغلي چې په سوات کې د عملیاتو پرمهال پاکستاني پوځ د ترهګرۍ په تور خلک نيولي او له محاکمنې پرته يې اعدام کړي او ربړولي دي.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې په سوات دره کې د وژنو ډېره برخه په تېرو ۱۰ میاشتو کې د پوځ لخوا ترسره شوې ده.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د پاکستان پر حکومت د هغو رپوټونو په اړه د څيړنو غږ کړى چې وايي د صوات په دره کې له ٢٠٠ زيات کسان له څه محکمې پرته په ناقانونه ډول وژل شوي دي.

ادعا دا ده چې ډيرې دغه وژنې په تيرو لسو مياشتو کې يعنې له کله چې دغه سيمه بېرته د حکومت په ولکه کې ورغلې ، د پوځ له لورې شوي دي.

له ۲۰۰۸ کال راهيسې د پاکستان پوځ په سوات کې عملیات کوي، چې د طالبانو او پوځ تر منځ په جګړه کې سلګونه کسان وژل شوي، خو اوس د سوات پر ډېری سیمو پوځ واکمن دی.

د بشري حقونو د څار سازمان په رپوټ کې راغلي چې په سوات کې د عملیاتو پرمهال پاکستاني پوځ د ترهګرۍ په تور خلک نيولي او له محاکمنې پرته يې اعدام کړي او ربړولي دي.

د دغه سازمان يوه ویاند ویلي د پاکستان له پوځ نه د دې سرغړونو هېڅ پوښتنه نه ده شوې.

په رپوټ کې د پاکستان د پوځ پرضد د نړیوالو بندیزونو غوښتنه هم شوې ده.

د پاکستان پوځ دا ادعاوې رد کړې او ويلي يې دي چې وړاندې هم دا ډول رپوټونه راغلي وو، چې په وينا يې پوځ نه په سوات او نه هم په کوم بل ځای کې له محاکمې پرته وژنو کې لاس لري.

ورته مطالب