واشنګټن انورالعولقي د ترهګرو په تور کې راوست

انورالعوالقي
Image caption د ماليې وزارت ادعا کوي چې ښاغلي العوالقي لوړه کړې چې په (عربي جزيره کې د القاعدې ډلې) " لپاره به د پوځي چارو برابرول پرغاړه اخلي، او په يمن کې به ترهګرو ملاتړ کوي. "

واشنګټن په امریکا کې زوکړه شوی يو ديني عالم انورالعولقي د "ترهګرو په لېست " کې راوست او پر ټولو مالي سرچينو يې بندیز لګولی دی.

واشنګټن شک لري چې ښاغلی العولقي په يمن کې د "په عربي جزیره کې د القاعدې تنظيم" سره لاس لري، او ادعا کوي چې د تېر کریسمس پر ورځ يې د ديترويت کې د ناکامه برید په جوړولو کې برخه درلوده.

امريکايي چارواکو ويلي دغه دیني عالم د ديترویت په ناکامه برید کې له تورن عمر فاروق عبدالمطلب سره کتلي دي.

چارواکي زياتوي تر بريد څو اوونۍ وړاندې يې هغه ته د برید په اړه لارښوونې هم کړې دي.

باور کېږي چې ښاغلی العوالقي د امریکا له يوه پوځي افسر نضال مالک حسن سره هم برېښنايي اړيکي درلودل.

نضال مالک حسن په تېر نومبر میاشت کې د ټکساس ایالت به فورټ هوډ پوځي اډه کې ۱۳ پوځيان ووژل.

امریکايي چارواکو د ښاغلي العوالقي د شتمنۍ د کنګل کولو امر کړی، هغه ته يې د پيسو د نه استولو او له امریکا نه ممنوع الخروج اعلان کړی دی.

د امریکا د ماليې وزارت يوه چارواکي ويلي العوالقي دا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ مې تر پېښو وروسته څلورم کس دی، چې له امریکا نه ممنوع الخروج اعلانېږي، شتمني يې کنګل کېږي او مالي بندیزونه پرې لګول کېږي.

د ماليې وزارت د ترهګرۍ ضد فعالیتونو د مالي برخې مشر سلاکار سټيورات ليفي ويلي "ثابته شوې، چې انورالعوالقي له عادي حالته ورپورته خطرناک بلل شوی، چې په نړۍ په تېره بیا امریکا کې يې د یوشمېر بریدونه طرحې برابرې کړې دي. "

د ماليې وزارت په يوه رسمي ويناپاڼه کې راغلي " العوالقي د ترهګرۍ د تمویل او ترهګریو ډلو د مالي ملاتړ لپاره پيسې راغونډې کړې دي. "

د ماليې وزارت ادعا کوي چې ښاغلي العوالقي لوړه کړې چې په (عربي جزيره کې د القاعدې ډلې) " لپاره به د پوځي چارو برابرول پرغاړه اخلي، او په يمن کې به ترهګرو ملاتړ کوي. "

واشنګټن دا تور هم پورې کړی، چې العوالقي د القاعدې غړي هڅولي چې د متحده ایالتونو ګټې په نخښه کړي.

ورته مطالب