پاکستان: وسله والو ۱۸ شیعه ګان ووژل

کرم ایجنسۍ کې پاکستاني پوځيان
Image caption له ۱۹۸۹ کال راهيسې پاکستان کې د شیعه او سني ډلو ترمنځ په تاوتریخجنو پېښو کې تر ۴۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي د افغانستان پولې ته څېرمه د کرمې ایجنسۍ په چارخېلو سیمه کې وسله والو پر ګاډي بريد کړی، چې ۱۸ تنه یې پکې وژلي دي.

د کرم ايجسنۍ يوه قبايلي شمر مسرت بنګښ هم پېښه تاييد کړې ده.

ويل کېږي په پېښه کې ټول وژل شوي ولسي خلک دي.

رپوټونه وايي د ولسي خلکو د ګاډو له دې کاروان سره پوځيان هم مل وو.

په برید کې يو شمېر کسان ټپيان شوي هم دي.

رپوټونه وايي ټول وژل شوي شیعه ګان دي، چې ښايي د وژل شوو شمېر تر دې هم لوړ شي.

د ولسي خلکو دغه کاروان چې له پاړه چینار نه پېښور ته روان و، په کرمه ايجنسۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له کمین سره مخامخ شو.

په کرمه ايجسنۍ کې زياتره سني مذهبه مسلمانان اوسېږي.

د پاکستان له ۱۶۰ ميليون وګړو يې په سلو کې ۲۰ برخه شيعه ګان تشکيلوي.

له ۱۹۸۹ کال راهيسې پاکستان کې د شیعه او سني ډلو ترمنځ په تاوتریخجنو پېښو کې تر ۴۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

Image caption د روانې میاشتې په لومړیو کې په قبايلي مومند ايجنسۍ کې دوه ځانمرګي بريدونه وشول، چې په ترڅ کې يې تر ۱۰۰ ډېر کسان ووژل شول.

له تېرو څو کلونو راهیسې کرمه ایجنسۍ د شیعه او سني مذهبه ډلو ترمنځ د سختو نښتو او تاوتریخجنو پېښو شاهده ده.

په رپوټونو کې ويل شوي چې په برید کې دوه ښځې هم وژل شوې دي.

په برید کې د جمشید توري په نامه يو ټپي شوی وايي: ''وسله والو په چارخېلو سیمه کې پر وروستیو دوه ګاډو برید وکړ، ۱۸ مسافر يې ووزل.''

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د پاکستان پر پوځ تور لګولی، چې په سوات کې د عملیاتو پرمهال يې تر ۲۰۰ ډېر عام خلک له څه محکمې پرته په ناقانونه توګه وژلي دي.

سازمان د پاکستان له حکومته د پلټنې غوښتنه کړې ده.

د روانې میاشتې په لومړیو کې په قبايلي مومند ايجنسۍ کې دوه ځانمرګي بريدونه وشول، چې په ترڅ کې يې تر ۱۰۰ ډېر کسان ووژل شول.

پاکستان د دغو بریدونو پړه پر هغو افغان طالبانو واچوله، چې له پولې هاخوا پاکستان ته د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر په وینا د ترهګریزو بریدونو لپاره ورځي.

کرم ايجسنۍ له تېرو درو کلونو راهیسې د ورته بریدونو شاهده ده، چې کله ناکله پکې خلک د پيسو په خاطر هم تښتول کېږي.

ورته مطالب