بغداد: ځانمرګو بریدونو ۴۵ کسان ووژل

عراق
Image caption په دې وروستیو کې د عراق پر ويښتابه غړو مرګوني بریدونه شوی، چې ګڼ يې په سني مېشتو سیمو کې ول.

عراقي چارواکي وايي د پلازمېنې بغداد په سوېل الرضوانیة سيمه کې ځانمرګي بريد لږترلږه ۴۰ تنه وژلي.

چارواکي وايي چې په الانبار کې هم يوه بل ځانمرګي برید څلور کسان وژلي دي.

د بغداد امنيتي چارواکي وايي په لومړي برید کې چې د عراق د ويښتابه شورا غړي پکې په نخښه شوي، لسګونه کسان پکې ټپيان شوي هم دي.

رپوټونه وايي برید کوونکي د ويښتابه د غړو په منځ کې خپل ځان وچووه.

رويټرز خبري اژانس د عراق د کورنیو چارو وزارت له قوله ويلي ځانمرګي برید کوونکي هغه مهال د ویښتابه شورا د غړو په منځ کې ځان وچووه، چې هغوی د پوځ د دندو پرسر یوه غونډه درلوده.

سرچينې ويلي چې ټول وژل شوي د ويښتابه شورا غړي دي.

او په ټپيانو کې دوه سرتېري هم دي.

رويټررز د یوه ټپي له خولې ليکي:''د ويښتابه تر ۸۵ ډېر غړي په درو کتارونو کې له پوځي مرکز بهر ولاړ ول، چې د دندو د پيلولو پاڼې ترلاسه کړي، کله چې ساتونکي د يوه شکمن د مخې نیولو هڅه وکړه، برید کوونکي د خلکو په منځ کې خپل ځان والوځاوه.''

په دې وروستیو کې د عراق پر ويښتابه غړو مرګوني بریدونه شوی، چې ګڼ يې په سني مېشتو سیمو کې ول.

بل خوا د سوريې پولې ته څېرمه د الانبار ولایت په القایم ښارګوټي کې يوه بل ځانمرګي برید د سیمه ييزې ويښتابه شورا پر مشرانو ځانمرګی برید کړی، څلور تنه پکې وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

ورته مطالب