په هند کې د اورګاډي ټکر ۶۰ کسان وژلي

اورګاډی
Image caption دا په لوېديځ بنګال کې سږ کال پر لویه لاره دويمه خونړۍ پېښه ده.

هندي چارواکو ويلي په لوېديځ بنګال ایالت کې د اورګاډي د ټکر له امله ۶۰ مسافر وژل شوي دي.

اورګاډی په توکو له یوه بار بل ګاډي سره جنګېدلی، چې د اورګاډي پر پټلۍ ولاړ و.

د پېښې په سیمه کې د ژغورنې ډله د وژل شوو خلکو په رایستلو بوخته ده، او اټکل دی چې د مړو شمېر تر دې هم زیات شي.

رپوټونه وايي په ټکر کې تر ۱۰۰ ډېر مسافر ټپيان شوي، چې نژدې روغتونونو ته يې د لېږد لړۍ روانه ده.

د بیربهام ولسوال سومترا موهن بي بي سي ته ويلي ځينې مړي لاهم په اورګاډي کې پاتې دي.

د دې پېښې له امله له بنګال نه کلکتې ته د ګڼو اورګاډو سفرونه ځنډول شوي دي.

دا په لوېديځ بنګال کې سږ کال پر لویه لاره دويمه خونړۍ پېښه ده.

تر دې مخکې په تېره مۍ میاشت کې له ممبۍ نه ماویست یاغیانو پر هندي مسافرو برید و کړ، چې ۱۵۰ تنه پکې ووژل شول.

په هند کې د اورګاډي په وسیله هره ورځ د هند د ننه تر ۱۸ میلیون ډېر مسافر تګ راتګ کوي.

ورته مطالب