رپوټ: پر ایران د اسراييلو برید به د اوږدې جګړې پيل وي

ایرانی توغندی
Image caption اسراييلو تېر کال ويلي وو چې ایران به تر ۲۰۱۴ کال پورې اتوم لرونکی هېواد شي.

د برتانیا د ازادو څېړنو ټولنې چې په نړۍ کې له سوله ييزې لارې د اړدوړ ختمول غواړي، ويلي د ایران د اتومي فعالیتونو پر وړاندې باید په هېڅ راز له پوځي غبرګون څخه کار وانخیستل شي.

په رپوټ کې راغلي "پر ایران د اسراییلو لخوا برید به نه يوازې له ایران سره د نورې نړۍ ستونزه ختمه نه کړي او ایران به له اتومي فعالیتونو ونه غورځوي، بلکې دغه هېواد به لانور پسې وهڅوي چې خپلو اټومي فعالیتونه ګړندي کړي. "

رپوټ کاږي "پر ایران برید ښايي د لانورې ناکرارۍ لامل شي، داسې ناوړه پايلې به ولري، ټولې سیمې او ان نړۍ ته هم د جګړې لمن غځېدای شي."

د دغه رپوټ چمتو کوونکی او د برادفورډ پوهنتون د سولې د څېړنو استاذ پاول روجرز وايي د ایران پرضد د امریکا عسکري غبرګون د ګڼو په اند ښه کار نه دی، خو اوس له اسراییلو هم وېره په کار ده.

نوموړی زیاتوي "د امریکا له متحده ایالتونو نه د ليرې واټن ويشتونکو الوتکو ترلاسه کول، د بې پيلوټه الوتکو زیاتول، او د عراق په شمال ختيځ او اذبایجان کې د پوځي پايې ټينګول.... دا ټول پر دې دلالت کوي چې ګني اسراييل پر ایران د برید هوډ لري."

ټول اختیارونه

معمولاً اسراييلي مشرتابه له ایران سره د خبرو ميز ته له هر راز هوکړې په څنګ تېرېږي، په تېره مۍ میشات کې د اسراييلو د لومړي وزیر مرستیال موشي يعالون ويلي وو اسراييل پر ایران د برید وړتیا لري.

تېر کال اسراییلو هم ويلي وو چې ایران به تر ۲۰۱۴ کال پورې اتوم لرونکی هېواد شي.

په پراخه کچه داسې باور کېږي چې اسراییل په منځني ختيځ کې هغه يوازېنی هېواد دی، چې اتومي جبه خانه لري، خو اسراییل بیا نه د دې تایید او نه هم چورلټه انکار کوي.

Image caption ایران وايي چې اتومي هڅې يې د سوله ييزه موخو لپاره دي.

د آکسفورډ په رپوټ کې شمېرې ښيي که چېرې ایران وغواړي، نو له درو تر اوو کلونو وخت ته اړتیا لري، چې د اتومي وسلو یوه کوچنۍ جبه خانه جوړه کړي.

رپوټ زیاتوي، لا تراوسه داسې هېڅ شواهد نشته، چې ګني ايران دا ډول هوډ کړی دی.

په رپوټ کې دې ته هم اشاره شوې، چې ګني د اسراييلو په احتمالي برید کې به نه یوازې د ایران توغندي او د اتومي فعالیتونو ځایونه په نښه شي، بلکې د اتومي وسلو د جوړولو سيمه، څېړنيز مرکزونه او ان د پوهنتونونو د لابراتوارونو ويشتل به هم خپل هدف وګرځوي.

رپوټ وايي که چېرې دا کار وشي، نو طبیعي ده چې ګڼ ولسي خلک به له تېغه تېر شي.

وېرې او شکونه

تېره میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شوار د اتومي فعالیتونو په تړاو پر ایران يو لړ بندیزونه ولګول.

له دې سره د غرب له لوري دا وېرې او شکونه هم راپورته شوي، چې ګني ایران په پټه د اتومي وسلې د جوړولو هڅې زياتې کړې دي.

خو ایران تل دا وايي چې اتومي فعالیتونه يې د سوله ييزو موخو لپاره پيل کړي.

خو د روسيې ولسمشر ديمتري مدويدف ويلي وو هېواد يې له ایران نه د دغه هېواد د اتومي فعالیتونو په اړه غبرګون ته په انتظار دی.

ښاغلي مدويدف ويلي : "له ایران نه تمه لرو چې له نړیوالې ټولنې سره کاملاً همکاري وکړي."

د ویلو ده چې د بارک اوباما په مشرۍ د امریکا اداره د روسيې د ملاتړ خپلولو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې، چې تېره میاشت په دې تړاو په امنیت شورا کې پر تهران د بندیزونو په اړه رایې هم واچول شوې، چې پر ایران لانور سخت بندیزونه ولګول شي.

ورته مطالب