د فېسبوک نيم ميليار غړي

فېسبوک
Image caption د ټولنيزې راشې درشې لپاره مخ پر ودې انټرنټي پاڼه

په انټرنېټ کې دټولنيزې راشې – درشې پاڼه ، فېسبوک وايي د کاروونکو شمېر يې په ټوله نړۍ کې نيم ميليارد وگړو ته رسېدلى دى.

که فېسبوک ، کوم هېواد واى نو په نيم ميليارد وگړو سره به يې د نفوسو له پلوه د نړۍ درېيم ستر ځاى درلوداى.

دا پاڼه همدا شپږ کاله د مخه د امريکا د هارورډ پوهنتون د يوه زده کوونکي – مارک زوکېربرگ لخوا، چې لا يې زده کړې روانې وې، جوړه شوه.

په دې سره د نړۍ له گوټ گوټ څخه د وگړو د تماس او راشې – درشې بڼه له سټې واوښته.

دا پاڼه پرله پسې د پراخېدو په حال کې ده چې يوازې په تېرو پنځو مياشتو کې يې سل ميليونه نوي کاروونکي موندلي دي.

د فېسبوک جوړوونکى وايي چې په سترو هېوادنو کې اوس يوازې چين، روسيه، جاپان او جنوبي کوريا پاتې دي چې فېسبوک په کې پوره برلاسى تر لاسه کړي.

خو په هند او برازيل کې هم له سختې سيالۍ سره مخامخ دی.

خو له بري سره ستونزې هم ملگرې وي.

پر فېسبوک نيوکې دي چې د کاروونکو د خصوصي معلوماتو په ساتنه کې بريالى نه و. له همدې امله فېسبوک اړ شوى چې په دې وروستيو کې د خونديتوب خپله کړنلاره له سټې واړوي.

وروستۍ ستونزه ورته د کمپيوټري پروگرامونو د يوه جوړوونکي له خوا ورپېښه شوې چې وايي د هغه تړون له مخې چې د فېسبوک تر مشهورېدو د مخه يې ورسره لاسليک کړى، په سلو کې تر ٨٥ برخه يې دده کېږي.

فېسبوک دغه تور پر بابېزه والي رد کړى، خو د نيويارک يوه قاضي دا موضوع دومره جدي بللې چې پر دغه شرکت يې د شتمنيو د لېږدولو په برخه کې محدوديتونه لگولي دي.