هند او پاکستان د دوستې پر لور يو بل ګام اخلي

د واګې په  پوله د بيرغ ښکته کيدو مراسم

هندي او پاکستاني سرحد ساتونکي وايي په دې سلا شوي چې په هغه مراسمو کې چې په زرګونه کسان ورته راځي له قهرجن چلند نه ډډه وکړي.

د واگې په پوله باندې د بيرغ کښته کولو مراسمو د دواړو غاړو د سرتيرو له خوا د خپل مارش او پر مځکه د سختو پښه وهلو له امله شهرت موندلى دى .

د واګې د بندر مراسمو ته هره ورځ ډلې ډلې هنديان او پاکستانيان ورځي، هغوى دلته د ملي ترانو په ويلو سره اتڼونه کوي چې هر يوه ډله خپله لورى هڅوي او پر مقابلې غاړې ملنډې وهي.

دغه سرتيري چې په ونه لوړ او غټ بريتونه لري تر هغو وړاندې چې پر يو بل ملنډې ووهي پر مځکه د پښو وهلو او مارش کولو هغه ننداره وړاندې کوي چې واردمخه ښه تمرين شوې وي .

دغه مراسم د بيرغ په ښکته کيدو او د هغو لويو دروازو په بندولو تماميږي چې دغه دواړه هيوادونه سره ويشي. اوس پاکستاني پوځيان وايي چې د هند پر هغه وړانديز سلا شوي چې دا ټول قهرجن حرکات را کم کړي.

نادم رضا بي بي سي ته وويل چې دغه قهرجن حالت به په روغبړ او خندا بدل کړي. هيم سنګ د هند د سرحدي ځواکونو له خوا وويل چې دوى هم پريکړه کړې چې د لومړي ځل لپاره په دغو مراسمو کې ميرمنې هم شاملې کړي.

دواړو غاړو ټينګار کړی چې په قهرجنه ټوګه د پښو وهل به ونه دريږي که څه هم د دې ويره شته چې دغه حالت ښايي ساتونکو ته د زنګنو درد پيدا کړي.