ناټو د ۲ تښتول شوو امريکايانو لټون پيل کړ

امریکايي پوځيان په افغانستان کې
Image caption طالبانو د تښتول شوو امریکايانو په اړه څه نه دي ويلي.

رپوټونه ښيي چې د افغانستان د لوگر په ولايت کې دوه امريکايي عسکر د وسله والو طالبانو له خوا نيول شوي دي.

د لوگر ولايت د والي وياند دين محمد درويش بي بي سي ته وويل چې تښتول شوي کسان په وسلو سمبال ول او تر نيولو وړاندې يې جگړه هم کړې ده .

دۀ دا ونه ويل چې تښتونکي څوک ول او په دې هم نه پوهيدۀ چې تښتول شوي امريکاييان پوځيان دي که په وسلو سمبال ملکي وگړي .

له کابله د ايساف له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د جمعې په ماپښين ( د جولاى ٢٣ ) د دوى دوه سرتيري په کابل کې له خپلې اډې وتلي او ورک شوي دي .

داسې رپوټونه هم دي چې په لوگر کې نړيوال ځواکونه د دغو لادرکو شويو کسانو په باب د معلوماتو ورسپارونکي ته لوى نقدي انعام ورکوي .

تر اوسه د امريکايي ځواکونو له خوا په دې باب څه نه دي ويل شوي .

وسله والو طالبانو هم په لومړي غبرگون کې ځان ناخبره بللى دى .

ځينو رپوټونو دا هم ويل چې شايد په دغو دوو کسانو کې يو د نښتې پر وخت وژل شوى وي .

Image caption امريکايي ځواکونو د خپل تښتول شوي سرتېري د موندلو په هڅه کې اعلانونه خپاره کړي.د

که چيرې دا خبر تاييد شي نو له تير کال راهيسې چې طالبانو په پکتيکا کې يو امريکايي سرتيرى تښتولى و ، دا به لومړى ځل وي چې د دوى لاسته دوه کسان کښېوزي .

د يو بل خبر تر مخه د سمنگان په ولايت کې افغان چارواکو د درو سړک جوړونکو لټون پيل کړى دى .

دغه درې کسه چې د بنگله ديش اوسيدونکي و د دره صوف په ولسوالۍ کې تيره شپه ( جمعه\شنبه د جولاى ٢٣\٢٤) تښتول شوي و .

ناټو خپل تښتول شوي پوځيان لټوي

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو و يلي چې په لوګر کې د دوو تښتول شوو امریکایانو کلک لټون يې پيل کړی.

Image caption تر دې وړاندې د تېر ۲۰۰۹ کال په جون کې طالبانو په پکتیکا ولایت کې يو امریکايی سرتېری باو بيرګډل وتښاوه، چې تر اوسه ورسره دی.

ایساف د يوې ويناپاڼې په خپرولو د تښتول شوو ناټو سرتېرو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته امریکايي چارواکو ويلي چې په لوګر ولایت کې د دوی دوه پوځيان تښتول شوي دي.

د طالبانو یوه تن ویاند بیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، چې د دې امریکایانو په تښتولو نه دی خبر.

په افغانستان کې د بهرنیو پوځيانو د تښتولو پېښې ډېرې کمې رامنځ ته کېږي.

تر دې وړاندې د تېر ۲۰۰۹ کال په جون کې طالبانو په پکتیکا ولایت کې يو امریکايی سرتېری باو بيرګډل وتښاوه، چې تر اوسه ورسره دی.

طالبانو د نوموړي سرتېري دوه وېډيوګانې خپرې کړې.

ورته مطالب