شړل شوى روس جاسوس په کور پسې خفه دى

ښاغلی سوتياګين
Image caption ښاغلي سوتياګين روسيې ته د ستنېدلو لېوالتيا د هغه د ورور له لوري په يوه خپره شوې وينا کې څرګنده کړې ده .

هغه روس چې دوه اوونۍ وړاندې د جاسوسانو د تبادلې په يوه معامله کې بريتانيا ته استول شوى و، وايي بېرته روسيې ته ستنېدل غواړي.

ايگر سوتياگين دوه اوونۍ وړاندې د روسيې په شمال کې له يوه زندان څخه ايستل شوى او د بريتانيا پر لور روانې الوتکې ته خېژول شوى و. له هغه وروسته بيا دده په اړه هېڅ خبر نه و.

بريتانيا ته د رسېدو دوه اوونۍ يې لا نه وې پوره شوې چې خپل ورور ته يې وويل په کور پسې يې زړه چوي.

په هغې وينا کې چې د ښاغلي سوتياگين ورور په مسکو خپره کړې، راغلي چې نوموړى غواړي خپله مېرمن او بچيان وگوري او مسکو ته نژدې په اوبنېنسک کې د خپل کوچنى کور دروازه ترميم کړي.

دا چې دغه کار به څومره ژر وشي، اټکل يې گران دى.

بريتانيايي چارواکو په دې اړه چې له هغه سره به څه کوي، هېڅ نه دي ويلي.

ددغې معاملې د يوې برخې په توگه ښاغلى سوتياگين د ولسمشر ديمتري ميدويديف له خوا وبښل شو مانا دا چې له نظري پلوه هغه ازاد دى چې يو وخت روسيې ته بېرته ستون شي.

په همدې ترڅ کې د انا چپمن په نامه ٢٨ کلنه مېرمن چې د جاسوسۍ په تور له نهو نورو سره له امريکا څخه روسيې ته شړل شوې وه، وايي لا هم غواړي چې بريتانيا ته ستنه شي. اغلې چپمن له يوه انگريز سره تر وداه وروسته د بريتانيا تابعيت گټلى و خو له امريکا څخه تر شړل کېدو وروسته ترې د بريتانيا حکومت تابعيت بېرته واخيست.

د هغې امريکايي وکيل وويل دې ټکي په تېره بيا ډېره خواشينې کړې ده چې نوره بريتانيا ته ستنېدلى نشي.