په سوات کې د ډله ييزو مجازاتو د بندولو غوښتنه

پاکستانی پوځ
Image caption د بشري حقونو د څار ډلې پاکستان پوځ تورن کړی چې خلک يې په زور له خپلو کورنو شړلي او په ډله ييزه توګه يې مجازات کړي دي.

د بشري حقونو څار ډلې د پاکستان له حکومته غوښتي چې په سوات کې له طالبانو سره د ملاتړ په تور ولس او کورنيو ته د ډله ييزې سزا ورکول بې له ځنډه پايته ورسوي.

ددغې نيويارک مېشتې ډلې په ريپوټ کې راغلي چې پر سوات د پاکستاني پوځ د واک تر ټينگېدو را وروسته يوه کال کې د ډله ييزې کړونې بې شمېره ريپوټونه ور رسېدلې دي.

د بشري حقونو ډله وايي، په دغو مجازاتو کې د پوځ او پوليسو له خوا له يوې مخې بنديانول، په زور شړل او د کورونو ورانول راځي.

څار ډله وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې گڼې دغه ډول پېښې پلټلي او په اړه يې اسناد راټول کړي دي.

په لاهور کې مو ددغې بشري ډلې له يوه کارکوونکي علي دايان حسن څخه وپوښتل چې ددغو ادعا شويو ځورونو يوه بېلگه وړاندې کړي:

(( د مې پر ٢١ د پوځيانو تر ولکې لاندې يوې قبايلي جرگې شاوخوا پنځه ويشت کورنۍ د کبل او مټې له سيمو څخه وشړلې.

د شړنې دليل دا و چې طالبانو ته د تسليمېدو لپاره ورکړل شوې وروستۍ نېټه پر همدغه ورځ پايته رسېده. زموږ د معلوماتو له مخې پوځ دغه کورنۍ د کډوالو يوه مخکني کمپ ته لېږدولې او تر اوسه هماغلته اوسي. زه نه پوهېږم چې څه ډول کېداى شي يوه بشپړه کورنۍ او په دې بېلگه کې ٢٥ کورنۍ د هغوى د ارادې خلاف وايستل شي او بيا دې پوځ ووايي چې د هغوى د خونديتوب ضمانت هم نشي کولى.))

د بشري حقونو ددغې ډلې په وينا، د بل چا په گناه د چا ځورول له نړيوالو بشري قوانينو او بشري حقونو څخه څرگنده سرغړونه ده.

څار ډلې پر امريکا، بريتانيا او د پاکستان پر نورو پوځي متحدينو غږ کړى چې پر اسلام آباد زور واچوي چې په سوات کې د هغوى په وينا له بشري حقونو سرغړونې ودروي.

ټولنې دغه راز د ټولو هغه کسانو محاکمه غوښتې چې پر بشري جنايت تورن دي، بې له دې چې رتبه يا مقام يې په پام کې ونيول شي.