احمدي نژاد: ميدويدف د امریکا د تبلیغاتو يوه برخه دی

احمدي نژاد
Image caption احمدي نژاد د وویل، روسي ولسمشر ویلي: "ایران اوس دا وړتیا موندلې، چې اتوم بم جوړ کړي."، دا ټول د امریکا دروغجن تبلیغات دي، چې هېڅ کوم قانوني ارزښت نه لري.

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد له خپل روسي سيال ديمتري مدويدف نه غوښتي چې د ایران پرضد د امریکا له تبلیغاتو ځان ليرې وساتي.

ښاغلي احمدي نژاد دا څرګندونې په تهران کې د ځوانانو د فسټيوال د پای په وينا کې کړې دي.

نوموړي ويلي: "زموږ دښمنان د ایران پرضد نوې تبلیغاتي جګړه پيل کړې، د امریکا متحده ایالتونو ليکلې او پنځولې، او د روسي ولسمشر په مټ يې وړاندې کړې ده. "

ایراني ولسمشر دا هم ویلي چې امریکا غواړي چې د ایران د اتومي پروګرام په اړه "دروغ" خپاره کړي.

نوموړي ويلي : "هغه خبرې چې د روسيې ولسمشر ديمتري ميدويدف له خپلو سفيرانو سره په ليدنه کې وکړې، ده وويل ايران اتومي بم تر لاسه کوي. روسيه يو لوی ملت دی او زموږ دوست هېواد دی . خو پوه شئ دغه خبرې چې ولسمشر ميدويدف وکړې، تبليغاتي بڼه لري چې ټاکل شوې امريکا هغه ترسره کړي."

احمدي نژاد د وویل، روسي ولسمشر ویلي: "ایران اوس دا وړتیا موندلې، چې اتوم بم جوړ کړي."، دا ټول د امریکا دروغجن تبلیغات دي، چې هېڅ کوم قانوني ارزښت نه لري.

ښاغلي ميدويدف دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د نړیوالو لخوا پر تهران د نویو بندیزونو پر سر د مسکو په دريځ کې نرمښت راغی.

وړاندې روسي ولسمشر د امریکا د هغو مالوماتو په اړه اندېښنه ښوولې وه، چې ګني ايران د دوه اتومي بمونو د جوړولو وړتیا او مواد لري.

Image caption روسیه له ایران سره دوديزه اقتصادي او دپلوماتيک اړيکي لري، چې په دې وروستیو کې يې اړيکي ترينګلي شوي دي.

امریکا ایران ګواښلی و، که چېرې دا خبره رښتيا شي، نو پر تهران به نوي بندیزونه ولګول شي.

خو د جولای پر شلمه د کاناډا په سرمشريزه کې ښاغلي میدويدف ويلي وو چې د ایران د اتومي وړتیاوو په تړاو دې د امریکا د مالوماتو پلټنه وشي:

"دا ډول مالومات تل د اندېښنې وړ دي؛ ځکه چې نړیواله ټولنه د ایران پر ننني اتومي پروګرام اعتراف نه لري، چې ګني هغه دې شفاف وي."

روسیه له ایران سره دوديزه اقتصادي او دپلوماتيک اړيکي لري، چې په دې وروستیو کې يې اړيکي ترينګلي شوي دي.

تېره میاشت هغه مهال روسیه له امریکا او متحدینو سره په يوه کتار کې ودرېده، کله چې د امنیت شورا پر ایران د څلورم ځل لپاره د نویو بندیزونو پرېکړه اعلان کړه.

د امریکا متحده ایالتونه او ستر اورپايي هېوادونه وايي ایران د اتوم بل جوړولو هڅې کوي، خو تهران بیا وايي چې اتومي پروګرام يې يوازې د سوله ييزه، ملکي او طبي موخو لپاره دی.

ورته مطالب