ترکیه: د انقلاب په تور دې ۱۰۲ کسان ونيول شي

.
Image caption په تورنو کسانو کې درې جګپوړي پوځي قوماندان هم دي.

په ترکیې کې یوې محکمې د ۱۰۲ کسانو د نیولو حکم کړی چې درې متقاعد پوځي قوماندان هم پکې شامل دي.

پر دې کسانو تور دی چې د حکومت د نسکورولو لپاره یې په یوې توطیې کې لاس درلود.

دا کسان د هغو ۲۰۰ کسانو له ډلې دي چې د ادعا له مخې یې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د کودتا طرحه جوړه کړې وه.

په استانبول کې د بي بي سي خبریال وايي په ادعا شوې توطیې کې د ترکیې په جوماتونو کې د بمي چاودنو پلانونه هم وو چې پوځ پکې ښکېل کړای شي او په دې توګه پوځي کودتا ته لاره هواره شي.

پر دغو کسانو تور دی، چې په ۲۰۰۴ کال کې يې د عدالت او پراختیا د ګوند په مشرۍ د حکومت د نسکورولو هڅه کړې وه.

په تورنو کسانو کې د پوځ پخوانی جنرال تشتين دوغان او د هوايي ځواک پخوانی مشر جنرال ابرهیم فيرتينا، او امیرالبحر اوزدن اورنک هم شامل دي.

څو میاشتې وړاندې په محکمه کې قاضي له ۱۰۲ کسانو ځينو ته براءت هم ورکړ، چې په دې ډله کې جنرال تشتین دوغان هم راځي.

د داود بدیر په نامه يوه قاضي پرېکړه وکړه ، چې د راتلونکي دسمبر مياشتې پر ۱۶مه استانبول ته څېرمه په زندان کې د دغو تورنو کسانو محاکمه پيلېږي.