ايتاليا کې ودنى ژوند ولې دوام نه کوي؟

روم، اټاليا
Image caption له بهرنيانو سره وادۀ پخپله په ايتاليا کې نوې خبره ده.

په سلگونو بهرنيان په شاعرانه توگه او خوند سره د خپلو ودونو دترسره کولولو او د گبينو دمياشتې دتيرولو لپاره ايټاليا ته سفر کوي .

خو داپه داسې حال کې ده چې په خپله ايټاليا کې ودونه له کړکيچ سره مخامخ دي .

د ايټاليا د شميرو ددفتر وروستۍ موندنې ښيي چې په طلاق سره د پاى ته رسيدونکو ودونو شمير ډير شوی دی.

پخوا به داسې انګيرل کيده چې که مو چيرې د فوټبال، خوړو، کورني ژوند او تلويزون په اړه لږ معلومات درلوده نو ځان به مو د ايټاليا د ټولنې کارپوه بللی شوای.

خو د خوړو او تلويزون پرته نور هر څه په بدليدو دي.

دا ډير وخت کيږي چې ايټاليايانو له فوتبال لوبې سره مينه پرايښې ده او نخښه يې هم دا ده چې د لوبو په ترڅ کې لوبغالي له نندارچيانو تش وي ، تاوتريخوالى بيا ورته راستون شوى او په لوبو کې پراخ فساد هم ليدل شوى دى.

خو اوس داسې ښکاري چې دوی له يوه بل سره هم مينه پرې ايښې ده او ودونه له ستونزو سره مخامخ دي.

د دې کال په لومړيو کې د ايټاليا د احصايې ملي ادارې په يوه ريپوټ کې راغلي وه چې د هغو جوړو شميره په لوړيدو ده چې بې له واده ګډ ژوند سره کوي.اوس نوې شميرې ښيي چې د هغو ودونه شميره هم په ډيريدو ده چې په طلاق ختميږي.

اوس مهال په هرو پنځوکې د يوه واده پايله طلاق وي چې دا شميره د تيرو ۱۵ کلونو په پرتله دوه برابره ده. د احصايو چارواکي وايي تر يوۀ ځايه د دې خبرې دليل دا دى چې کله ايتالياييان له بهرنيانو سره وادۀ وکړي نو ورسره فشارونه په ميراث ورپاتې شي .

له بهرنيانو سره وادۀ پخپله په ايتاليا کې نوې خبره ده او په دې وروستيو کې د گڼو بهرنيو کډوالو له راتگ سره پيل شوې ده.

دغه ډول په 2010 کال کې د ايټاليايانو دواده د پايښت اوسط عمر هم ډير د پام وړ خبره ده.

د ايټاليا په يوه دوديز واده کې ناوې او زوم يوه بل ته ژمنه کوي چې د ګډ ژوند ټولې ورځې به په مينه او عزت تيروي. خو په حقيقت کې دوی ښايي يوازې 15 کاله يو ځای ژوند وکړي.