د برتانيا ملکه د عکسونو په ځانگړې وېبپاڼه کې شامله شوه

د برتانيا ملکه دوهمه اليزابيت
Image caption ماڼۍ درې کاله وړاندې د يوټوب يا ويډيو شريکولو حساب پرانيست

د برتانيا ملکې د ډيجټل نړۍ په لور يو بل گام پورته کړی دی.

ملکې د ماڼۍ يا بکنګم پيلېس ويلي دي چې دې لړ کې به د نوموړې عکسونه په فليکر ليدو ته وړاندې کيږي، فليکر داسې يو سايټ دى چې کاروونکي ېې کولى شي خپل عکسونه د انټرنېت په وسيله له نور خلکو سره شريک کړي.

په نړۍ کې 27 ميليونه خلک د عکسونو د شريکولو ويبپاڼه فليکر کاروي چې خپل عکسونه له نورو سره په اينټرنيت کې شريک کړي.

اوس د برتانيا ملکه چې په خپله هم يوه ليواله عکاسه ده دغې وېبپاڼې ته ور ګډيږي.

د بکينګهم ماڼۍ د فليکر ايميل يا د پاڼې د حساب برخه به د اوسنۍ شاهي کورنۍ د فعاليتونو عکسونه او د شاهي کورنۍ د ارشيف عکسونه ښيي.

په دغو عکسونو کې به د برتانيا د عکاسې بيلګې چې ملکې ويکټوريا او د هغې خاوند شهزاده البرټ را ټولې کړې وې شاملې وي.

عادي خلک به کولای شي چې دا عکسونه په خپلو ويبپاڼو کې وکاروي. د بکينګهم ماڼۍ ليواله ده وښيي چې دوی هم نوې ټيکنالوژي ورخپلوي .

ماڼۍ درې کاله وړاندې د يوټوب يا ويډيو شريکولو حساب پرانيست او تير کال يې د يو بل ټولنيز سايت ټويټر په کارولو شروع وکړه.