پاکستان: څارګرو الوتکو ۱۹ اورپکي په نښه کړل

د امریکا څارګره الوتکه
Image caption امریکا وايي پر قبايلي سیمو د څارګرو الوتکو بریدونو مثبت نتیجه ورکړې ده، چې په وینا يې هلته د القاعدې او اورپکو ګڼ مشران له منځه تللي دي.

پاکستاني چارواکي وايي د یکشنبې پر ورځ ۱۹ اورپکي په شمالي وزیرستان کې د امریکایي بې پيلوټه الوتکو په درو جلا بریدونو کې وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا تر دې وړاندې په جنوبي وزیرستان کې هم په یوه ورته برید کې پنځه اورپکي وژل شوي وو.

د يکشنبې پر ورځ په شمالي وزيرستان کې د امریکا څارګرو الوتکو خلک سخت ووېرول، چې پر سر يې چورلېدې.

د شمالي وزيرستان ځايي چارواکو ويلي د يکشنبې پر ماښام مرانشا ته څېرمه په تبۍ ټول خېلو سیمه کې څارګرو الوتکو پر دوو ځایونو توغندي وتوغول، چې په پايله کې يې پنځه اورپکي ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

چارواکو ويلي د اروپکو مړي او ټپيان ځايي خلکو نامالوم ځای ته لېږدولي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، وژل شوي اورپکي د حافظ ګل بهادر د ډلې غړي ول.

خو پاکستاني طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

په میرانشا کې يوه ځايي چارواکي ويلي چې د څارګرو الوتکو په برید کې يو کور بشپړ ويجاړ شوی او ورڅېرمه کور هم سخت زیانمن شوی دی.

له تېر يوه کال راپدېخوا د پاکستان پر قبايلي سیمو د امريکايي څارګرو الوتکو د توغندیو بریدونه دوام لري.

وړاندې پاکستاني چارواکو ويلي وو چې د څارګرو الوتکو د بریدونو په له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.

امریکا وايي پر قبايلي سیمو د څارګرو الوتکو بریدونو مثبت نتیجه ورکړې ده، چې په وینا يې هلته د القاعدې او اورپکو ګڼ مشران له منځه تللي دي.

خو پر دې سربېره ‎، په دې بریدونو کې ګڼ ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

ورته مطالب