پاکستان: د لوېدلې الوتکې ټوله سپرلۍ وژل شوې

ایر بلو جنګول شوې الوتکه

له ټکر شوې الوتکې څخه لوخړې پورته کېږي.

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په شمال مارګله سیمه کې يوه شخصي مسافر وړونکې الوتکه له غره سره جنګول شوې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير رحمن ملک ويلي په پېښه کې ټوله سپرلۍ وژل شوې ده.

پاکستاني چارواکو نن چهارشنبه په ټول هېواد کې ماتم اعلان کړی دی.

ټاکل شوې وه، چې پاکستان کې نن د وزیرانو شورا وشي، خو راتلونکې اوونۍ ته وځنډول شوه.

رحمن ملک ويلي د الوتکې له عملې او مسافرو نه هېڅوک هم نه دي ژغورل شوي.

د پېښې ځای ته د ژغورنې ډلې ورغلې، چې ژوبل کسان روغتونونو ته ولېږدوي.

د پاکستان د ملي هوايي چلند ویاند پرويز جورج ويلي دا د اير بلو د يوه شخصي شرکت الوتکه له کراچۍ نه اسلام اباد ته راغلې وه، چې د کښېناستو ته د چمتو کېدا پرمهال له غره سره جنګول شوې ده.

ښاغلی جورج زیاتوي "دغې الوتکې د اسلام اباد له رادار سره اړیکه پرې کړې ده، چې بیا وروسته يې په جنګولو خبر شوو."

ایربلو الوتکه

پاکستان وايي جنګول شوې الوتکه د ایربلو شخصي شرکت الوتکه وه.

بل خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزير رحمن ملک وويل د الوتکې پنځه مسافر تر موندل کېدا وروسته روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ایر بلو شخصي شرکت د پاکستان د ننه ملکي الوتنې کوي، چې ځينې وخت خليجي هېوادونو او برتانیا ته هم مسافر لېږدوي.

پاکستاني پولیسو ويلي د الوتکې د ټکر له ځایه سخټې لوخړې پورته کېږي، چې د بارانو او خرابې هوا له امله د ژغورنې ډلې په اسانۍ هلته نه شي رسېدای.

د پاکستان پوځ بیا ويلي چې د الوتکې د ټکر ځای ته يې پوځي ژغورندویه ډلې لېږلې دي.

پاکستاني چارواکو ويلي د مارګله په غونډۍ د ځنګل ساتنې ځواکونه په مړو پسې ګرځي، چې تر دې مهاله يې د الوتکې پنځه مړه شوي مسافر موندلي دي.

د الوتکې د لوېدو ځای ته ۱۱۲۲ پوځي ژغورونکي لېږل شوي او مارګلې ته غځېدلې لاره له امبولانسونو او د ژغورنې له کارکوونکو ډکه ده.

د اسلام اباد د بېنظير بوټو د نړیوال ډګر يوه چاروکي محمد عثمان ويلي د مسافرو لسګونه خپلوان راغونډ شوي، چې ژاړي او د خپلو خپلوانو په اړه مالومات غواړي.

له تېرو څو ورځو راهيسې د اسلام اباد اسمان په ورېځو پوښل شوی او بارانونه کېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .